د موسمياتي بدلونونو مخنيوي كښې ځوانان مهم كردار ترسره كولې شي : رومينه خورشيد عالم

image

اسلام آباد۔10جنوری(اے پی پی) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې كوآرډينېټر رومینه خورشید عالم وئيلي دي په نړيوال حدت كښې پرله پسې زياتوالے رامخې ته كيږي٬ پاكستان په كاپ 29 كښې د موسمياتي خبرو اترو په حقله مهم كردار ترسره كړو٬ پاكستان د پرمختګ كړو او پرمختګ كوؤنكو هېوادونو په ګټه كښې توازن پېدا كړو۔ رومينه خورشيد عالم د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ دلته په نسټ پوهنتون كښې سيمينار ته خپل خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل پاكستان په نړۍ كښې د موسمياتي بدلونونو د لاسه په زيات ځپلے شوو هېوادنو كښې شمېرلې شي٬ درجه حرارت تر 1.5 محدود كولو له په پېرس لوظنامه عمل نه دے شوے۔ دې ووئيل پاکستان د 9 كلنه مذاکراتی عمل څخه وروستو په آرټيكل 6 اتفاق لپاره مهم كردار ترسره كړو٬ د كاربن په اخراج كښې كمي لپاره اقدامات كوؤ۔ دې ووئيل په كال 2025 كښې پېل كېدونكو منصوبو لپاره د 730 ملین ډالرز څخه د زياتو وعدې شوي۔ دې ووئيل د كال 2022 سېلاب په هېواد كښې تباهي وشوه۔ دې ووئيل په موسمیاتی بدلون د نسټ د موسمياتي بدلون وزارت سره همكاري خوشبينه ده ، د موسمياتي بدلون مخنيوي كښې ځوانان مهم كردار ترسره كولې شي۔ دې ووئيل د محفوظ آب وهوا هدفونو له به مونږ له د يو بل مرسته كول وي۔ دې ووئيل په ګرده نړۍ كښې به د موسمياتي بدلون په اړه شعور بېدارول وي۔ دې ووئيل كاپ كښې پاكستان د موسمياتي بدلونونو د لاسه د ځپلو شوو هېوادونو نمائندګي كړې

مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados
متعلقہ مضامین
مزید خبریں