پينډۍ 04 نومبر (اے پي پي) پاك بحریه د بحري جنګی جهاز څخه په ځائي توګه د جوړ شوي بیلسټك میزائل كامیابه تجربه وكړه۔350 كلومیټره رینج لرونكے دا میزائل سسټم د زمكي او سمندری اهداف په نخښه كولو صلاحیت لري۔ آئی اېس پی آر له مخې دا نظام جدید نیویګیشن سسټم سره د خپل سمت او رفتار بدلولو خصوصیات لري۔چیف آف دی نیول سټاف ایډمرل نوید اشرف، د پاك بحریه سینئر افسرانو ،سائنسدارو او انجینئرانو د تجربې مظاهره وكتله۔صدر مملكت، وزیراعظم، د جوائنټ چیفس آف سټاف كمېټۍ چیئرمېن او سروسز چیفس په كامیاب میزائل تجربه كښې برخه اخستوونكو یونټس او سائنسمدارو له مباركي وركړه۔