روس او د مينځنۍ آسيا هېوادونه د پاكستان بندرځايونو څخه تجارت غواړي٬پاكستان سمندري تجارت په اړه ګيټ وے جوړ شوے۔د سمندري چارو وفاقي وزير قيصر احمد شيخ پرېس كنفرنس ته وينا

image

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئېلي دي روس او د مينځنۍ آسيا هېوادونه پاكستان بندرځايونو څخه تجارت غواړي٬كراچۍ پورټ ژور سمندر دے چرته چې د 20 نه تر 22 زره كنټينرز لرونكے لويې جهاز لنګر انداز كېدے شي٬ د نړۍ لويې شپنګ كمپنۍ پاكستان كښې سرمايه كاري كوي٬ د مينځنۍ آسيا هېوادونو په تېرو لسو كلونو كښې ډېر زيات پرمختګ كړے٬هغوي سره پورټس نشته٬د پاكستان د لارې هغوي خپل مال لېږلې شي۔اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته وينا كولو په مهال ده ووئيل د سمندري چارو وزارت ادارو تېر كال 90 اربه روپۍ ګټه كړی٬د تېر كال په نسبت په ګټه كښې 50 فيصده اضافه شوې او راروان كال به نوره هم اضافه وشي۔ پاكستان سمندري تجارت په اړه ګيټ وے جوړ شوے٬ په كراچۍ پورټ او پورټ قاسم د هېواد 95 فيصد تجارت كېږي٬ده ووئېل په نړۍ كښې وړومبې درې٬څلور زره كنټينرز وړونكې جهازونه وو اوس 20 نه تر 22 زره كنټينرز مشتمل جهاز شته ٬زيات كنټينرز څخه په جهازونو فريټ ريټ كم شوے۔ده ووئېل مونږ خپل پورټس لا ښه كوو٬د ټولې نړۍ نظر پاكستان پلو دے٬لويې لويې ادارې پاكستان پورټس كښې خوښي لري۔د مينځنۍ آسيا هېوادونو ارزان مال د دې ځاے څخه تللے شي٬د نړۍ لويې كمپنۍ په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لپاره خوښي لري٬مونږ په دې اړه د بېلو اړخونو جائزه اخلو۔وفاقي وزير ووئيل د سمندري چارو وزارت ډېر په تندۍ سره كار كوي٬په ادارو كښې د كار ډېر ګنجائش دشته ٬زمونږ حكومت راتللو نه وړاندې د كراچۍ پورټ ګټه دوه اربه وه٬اوس دا دوه ارب نه تر لس اربه روپو ته رسېدلې٬مونږ نور هم ښه والې راولو۔ده ووئيل د پورټ قاسم ګټه 40 اربه روپو ته رسېدلې٬هره مياشت وړومبۍ اونۍ كښې پاكستان نېشنل شپنګ كارپورېشن كښې دوه ساعت كېښنم چرته چې په ټولو مسئلو خبرې كېږي۔د پاكستان 95 فيصد امپورټ٬ايكسپورټ كراچۍ پورټ او پورټ قاسم څخه كېږي٬په نړۍ كښې ريجنل ټريډز زيات كېږي٬ ده ووئبل د بدقسمتۍ څخه زمونږ ګاونډيانو سره اړيكې زياتې ښې نه دي٬هند ٬افغانستان او ايران څخه زيات زمكيز تجارت نه كېږي ځكه زيات تجارت سمندري لارې څخه دے۔قيصر احمد شيخ د پاكستان معيشت كښې د سمندري څانګې مهم كردار رامخې ته كولو سره ووئيل په نړۍ كښې د سمندري څانګې اوسط جي ډي پي كښې برخه 7 فيصد ده او په پاكستان كښې دا يو فيصد څخه هم كمه ده ۔وفاقي وزير د پاكستان په خپلواكۍ زور راوړولو سره د سمندري څانګې په معيشت كښې اهميت رامخې ته كړو او دا يې د هېواد د پرمختګ مهمه ذريعه وګرځوله۔

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں