اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت د سرکاري سکيم حج درخواست وركوونكو ته وئيلي دي چې د حج واجبات دويم قسط وصولولو موده كښې به نوره پراختيا نه كېږي چا چې تر اوسه د خپلو واجبات دويم قسط اړوندو بانكونو كښې نه دې جمع كړے هغوي دې تر سبا په 2 جنوري جمع کړي۔د شورو په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند ’’اے پي پي‘‘ سره خپلو خبرو كښې ووئيل د حج واجبات دويم قسط وصولولو لپاره 27 دسمبر نه تر 2 جنوري پراختيا شوې وه د كومې په نتيجه كښې چې 98 فيصده درخواست وركوونكو روپۍ جمع كړې۔هيله لرو چې د زيارت ورځ تر 02 جنوري به پاتې حج كوونكي هم خپلي روپۍ جمع كړي۔د مذهبي چارو وزارت هدف سر شوے او په دې موده كښې به نوره پراختيا نه كېږي ۔