وزيراعظم په ذاتي توګه د لبنان او غزه ځپليو ته د مرستې سامان رسولو هدايت كړے دے٬ وفاقي وزير احسن اقبال

image

اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ، پرمختګ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف په شخصي توګه د لبنان او غزې جنګ ځپلو خلکو ته د مرستې رسولو هدايات کړي دي٬ په دې لړ كښې پي اېم ريليف فنډ فار لبنان اېنډ غزه جوړ كړے شوے دے دغسې چې د پاكستاني اولس لخوا د دغه ضرورت مندو وروڼو خوېندو مرسته وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير احسن اقبال د خالي په ورځ په نېشنل ډيزاسټر منېجمنټ اتھارټي (این ډي ایم اې) کښې د غزې او لبنان جنګ ځپلي اولس لپاره د پاکستان د روانو بشري مرستو د هڅو جاج اخستلو او پلان جوړولو له د لوړې كچې رابطه غوندې مشري كولو په مهال وكړه۔ د غونډې مشري وفاقي وزير احسن اقبال او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټننټ جنرل انعام حيدر ملک په ګډه وكړه۔ په غونډه كښې د وزيراعظم دفتر، خارجه وزارت او اېن ډي اېم اے اعلی چارواكي موجود وو۔ د زوم له لارې د لبنان، اردن، شام او عراق سفيرانو هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔ په دغه غونډه كښې د غزه او لبنان خلكو ته د فوري ضرورت سامان روانولو سره په اړوندو لاجسټك چېلنجونو خبرې وشوې۔ د لبنان سفير د پاکستاني حكومت لخوا په وخت د لېږلې شوې مرستې په اړه ووئيل پاکستان اوسمهال د لبنان خلکو ته د مرستې رسولو په لومړيو دريو هېوادونو کښې شامل دے۔ تر دې دمه پاكستان غزه او لبنان لپاره د 1251 ټنه مرستې سامان 12 جوپې استولې دي۔ په دې ښې لس غزه او دوه لبنان ته لېږلې شوي دي۔ وفاقي وزير په لبنان ٬ فلسطين او سوريه كښې د پاكستان سفيرانو څخه د فعاله بشري تنظيمونو او جنګ څخه ځپلې شويو سيمو كښې د مرستې سامان وېش ذريعو په اړه هم تفصيلي بريفنګ ترلاسه كړو۔ غونډه جنګ ځپليو سره د يووالي او د غزه او لبنان اولس لپاره د پرله پسې مرستې عزم سره پايې ته ورسېده۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں