د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کرېم کنډی سره امریکا كښې د مسلم کمیونټۍ لارښود ساجد تارړ ملاقات

image

اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کرېم کنډی امریکا كښې د مسلم کمیونټی لارښود او صدر ټرمپ الیکشن فنانس کمېټۍ غړي ساجد تارر سره د شورو په ورح ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او د امریکې په ټاكنو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د پیپلز پارټي سینئر لارښود ندیم افضل چن هم ده سره ؤ ۔ ساجد تارړ ګورنر فیصل کرېم کنډی ته ووئيل د امریکې کانګریس پلاوې د پېښور دوره او هلته تاریخی او كلتوري ځايونه ليدل غواړي ٬ په دې ګورنر ګورنر فیصل کریم کنډی د هغوې هركلے وكړو۔فیصل کرېم کنډی ووئيل پاکستان د امریکې سیاسی قیادت سره نزدې رابطي لرلو خواهش لري او هيله لرو چې د ټاكنو په نتيجه كښې به چې كوم هم حكومت جوړ شي د اسلام آباد او واشنګټن اړيكي به لا قوي كړي۔

مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں