د بيلاروس صدر اليګزنډر لوكاشينكو په درې ورځنۍ دوره پاكستان ته ورارسېد٬وزيراعظم شهباز شريف يې هركلے وكړو

image

اسلام آباد۔25نومبر(اے پي پي )د بيلاروس صدر اليګزينډر لوكاشينكو په درې ورځنۍ دوره پاكستان ته رارسېدلے دے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف په پي اے ايف نور خان هوائي مېدان د بيلاروس صدر هركلے وكړو ۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار٬داخله وزير محسن نقوي٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ او سينئر سركاري چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔وزيراعظم شهباز شريف د بيلاروس صدر د كابينې غړو سره تعارف وكړو او په روايتي لباس كښې ملبوس ماشومانو هغه ته ګلدسته وړاندې كړه۔د بيلارس صدر د وزيراعظم محمد شهباز شريف په بلنه د 25 نه تر 27 نومبر 2024 د پاكستان دوره كوي۔د بيلاروس صدر د پاكستان دورې په مهال به د صدر لوكاشينكو او وزيراعظم محمد شهباز شريف ترمينځه ملاقات كېږي او د دواړو هېوادونو ترمينځه به د پلاوي په كچه خبرې اترې هم كېږي۔په دې مهال به د بيلاروس او پاكستان بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو لپاره په مفاهمتي يادښتونو لاس ليك هم كېږي۔په دې لړ كښې د بيلاروس خارجه وزير په مشرۍ كښې 68 كسيز پلاوې تېره ورځ پاكستان ته رارسېدلے ؤ ۔په پلاوي كښې د بيلاروس كابينې مهم وزيرانو پشمول نوموړې كاروباري شخصيات او سرمايه كار شامل دي۔د بيلاروس صدر د پاكستان دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه قوي او د زياتې شوي شراكتدارۍ عكاسي كوي۔

مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں