پاكستان او بيلاروس د سرمايه كارۍ٬كركيلې٬تجارت٬دفاع پشمول نورو څانګو كښې د مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړو ۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د بيلاروس صدر شريك نيوز كنفرنس

image

اسلام آباد 26اکتوبر (اے پي پي) پاكستان او بيلاروس د سرمايه كارۍ٬كركيلې٬تجارت٬دفاع پشمول نورو څانګو كښې د مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړلو سره شريكو لوظ نامو او د مفاهمت يادښتونو ته عملي شكل وركولو ته صلاح شوي دي ٬دوه اړخيزه حتمي لوظ نامو او د مفاهمت په يادښتونو به فروري 2025 كښې لاس ليك كولې شي۔د نهې په ورځ شريك نيوز كنفرنس ته د خطاب كولو په مهال وزيراعظم محمد شهباز شريف د بيلاروس د صدر اليګزينډر لوكاشينكو او د هغه د پلاوي د پاكستان دورې هركلي سره ووئيل د بيلاروس صدر 8 كاله پس د پاكستان دوره كوي٬هغه د پاكستان عظيم دوست٬مدبر او بصيرت لرونكے لارښود دے۔د پاكستان اولس بيلاروس خپل نزدې دوست ګڼي او د هغه په مرسته مننه كوي او مشرتابه ته يې د قدر په سترګه ګوري٬ ده ووئېل پاكستان د بيلاروس صدر دوهم كور دے٬د هغه دورې په مهال نيغ په نيغه او د پلاوي په كچه ګټورې خبرې شوي٬د بيلاروس صدر خيالات او په ګډه د كار كولو عزم او لوظ نامه زمونږ لپاره ډاډګيرنه ده٬د دواړو هېوادونو ترمينځه په خبرو كښې د سرمايه كارۍ٬تجارت٬سېلګرۍ٬دفاع پشمول نورو مهمو څانګو كښې مرستې او د نورو مهمو چارو بشپړه احاطه شوې۔ده ووئيل بيلاروس سره شوو لوظ نامو ته به سمدستي عملي شكل وركولې شي او د يو بل تجربو څخه به ګټه پورته كولې شي۔ده ووئيل دواړه اړخونه به په ګډه روډ ميپ ته حتمي شكل وركړي٬زرعي مشينري او آئي ټي٬معدنيات كښې مرسته زياتول او جائنټ ونچر ته به وده وركولې شي۔وزيراعظم ووئيل د دوو اوونيو نه پس به بيا د دواړو ډلو ملاقات كېږي او دې خبرو اترو ته به عملي شكل وركولو لپاره حتمي اقدامات كولې شي ٬ د دغې نه پس به فروري 2025 كښې په بيلاروس كښې د بيلاروس صدر او زه به دې لوظ نامو لاس ليك كوو او دې ته به د دواړو هېوادونو ګټې كښې له عملي شكل وركولې شي۔ ده ووئېل مونږ به د يو بل د كار استعداد او صلاحيتونو څخه ګټه پورته كوو۔وزيراعظم ووئيل په فلسطين كښې د اسرائيل د يرغل سخته غندنه كوو٬په غزه كښې د مېرمنو ٬ماشومانو پشمول 45 زره كسان شهيدان شوي٬ ښارونه تباه كېږي٬د ملګرو ملتونو قراردادونو او د نړيوال انصاف عدالت د پريكړې باوجود جنګ بندي ونه كړی شوه۔ده ووئيل د بيلاروس څخه د كشميري اولس د حق خود اراديت ترلاسه كولو لپاره د هلو ځلو ملاتړ له هيله لرو۔ د 75 كالو تېرېدو باوجود كشميريانو ته بنيادي حق نه دې وركړے شوے٬د دې منطقې امن لپاره د كشمير شخړی حل ضرورې دے۔د بيلاروس صدر اليګزينډر لوكاشينكو د وزيراعظم او پاكستان حكومت لخوا د هغه په تود هركلي او كوربتوب كولو مننه كولو سره ووئېل پاكستان او بيلاروس قوي اړيكې لري٬دواړو خوا د خبرو اترو په مهال د سباؤن روډ ميپ په اړه د خبرو نه علاوه په ځينو لوظ نامو او د مفاهمت په يادښتونو لس ليك شوے ۔شهباز شريف سره د ملاقات په مهال مو هغه عملي او ښه انسان محسوس كړو ٬د وزيراعظم شهباز شريف د مثبت سوچ مونږ معترف يو۔وزيراعظم د ملاقات په مهال لوظ نامو او مفاهمت يادښتونو ته عملي شكل وركولو په ضرورت زور راوړو او د فرورۍ په مياشت كښې به په دې لوظ نامو باقاعده لاس ليك وكړے شي۔د بيلاروس صدر ووئيل مونږ له د موجوده دور تقاضو له مخې له به په جديدو پروژو عمل كول وي٬مونږ په يو نوې روډ ميپ كار كوو٬په دې كښې مونږ په جديد ضرورتونو غور كوو٬د پاكستان او بيلاروس ترمينځه 30 كاله څخه سفارتي اړيكې قائمې دي٬مونږ له به سفارتكارۍ كښې تعميري اقدامات مخ په وړاندې بوتلل وي٬ هغه ووئېل د اوسنۍ دورې په مهال د ټرانسپورټ په لاجسټك كوريډور كښې د ګډون پشمول په نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔د اولس په ښه پروژو به عمل كول وي٬د پاكستان ټيكسټائل او نورو برآمدات څخه به بيلاروس ګټه پورته كوي٬مونږ د ټېكنالوجۍ په مېدان كښې يو بل لپاره مرستياله ثابتېدې شوو ٬كركيله او دفاعي پیداوار كښې به مرسته زياتول وي۔

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں