پاكستان د سېلګرۍ بشمول د آذربائیجان سره په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته وده وركولې شي۔ عبدالعلیم خان

image

اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) د سرمایه كارۍ وفاقی وزیر عبدالعلیم خان ووئيل د پاكستان او آذربائیجان ترمينځه اړيكو لا قوي كولو او دواړو هېوادونو كښې رابطي زياتول غواړو، پاكستان د سېلګرۍ بشمول د آذربائیجان سره په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته وده وركولې شي۔د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې آذربائیجان په پاكستان كښې سفیر خضر فرادوف د وفاقی وزیر عبدالعلیم خان سره ملاقات وكړو۔ملاقات كښې د پاكستان او آذربائیجان ترمينځه تجارتی شراكت دارۍ ته ودي وركولو ته اتفاق وكړې شو۔عبدالعلیم خان ووئيل د آذربائیجان اوسنۍ دوره یادګار، هلته ملاقاتونه مثبت او د ډاډ وړ وو۔وفاقی وزیر ووئيل پاكستان او آذربائیجان ترمينځه رابطې زياتول غواړو، پاكستان د سېلګرۍ بشمول د آذربائیجان سره په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته وده وركولې شي٬ مونږ له خپلي شريكي اړيكي په بزنس او دوه اړخيزه ټریډ كښې بدلولو ته اړتيا ده۔وفاقی وزیر د آذربائیجان كمپنیو له هم په پاكستان كښې د سرمایه كارۍ كولو او بزنس وړانديز وركړو۔ملاقات كښې كراچۍ نه تر سكھر او سكھر نه تر حیدرآباد اېم 6 او اېم 9 موټرویز لپاره په سرمایه كارۍ هم خبري اتري وشوي۔ملاقات كښې د پاكستان، آذربائیجان او تركیې درې واړو هېوادونو شريكو هڅو په تجویز هم غور وشو۔ده ووئيل آذربائیجان لپاره بورډ آف انویسټمنټ سره د فوكل پرسن د لارې به رابطه ساتلے شي۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں