د سېنېټ چیئرمېن په مشرۍ كښې د سېنېټ هاؤس بزنس ایډوائزری کمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ هاؤس بزنس ایډوائزري کمېټۍ غونډه د شورو په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی په مشرۍ كښې وشوه۔کمېټۍ كښې د سېنېټ 344مي غونډې په مهال كيدونكي قانون سازۍ په چارو په تفصیل سره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په غونډه كښې به د قانون سازۍ پشمول په مهمو قامي او نړيوالو چارو بحث كولې شي۔کمېټۍ پريكړه وكړه چې موجوده سېشن به تر 20 دسمبر 2024 روان ساتلې شي۔په غونډه كښې سینیټر سید شبلی فراز ګډون وكړو۔په دې موقع د مخالفي ډلي مشر او چیف وهپ سینیټر سلیم مانډوی والا، سینیټر شیری رحمان، سینیټر عرفان الحق صدیقی، سینیټر سید علی ظفر، سینیټر منظور احمد، سینیټر عطاء الرحمان، سینیټر جان محمد، سینیټر کامل علی آغا، سینیټر حامد خان،د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ او د سنېټ سیکرټری سید حسنین حیدر ګډون وكړو۔

مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں