کراچۍ ۔8جنوری(اے پی پی)د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير سېنېټر اېم اورنګزېب وئيلي دي هېوا تلپاتے نمو پلو بوتللو كښې سټاك ماركيټ مهم كردار لري، په پاكستان سټاك ماركيټ كښې ښكاره تندي د سرمايه كارانو د باور عكاسي كوي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ په كراچي سټاك اېكسچېنج كښې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف د دستورې خاص مېلمه ؤ۔ په دې موقعه نائب وزيراعظم اسحاق ډار ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ٬ وفاقي وزيران ٬ د سندھ ګورنر ٬ وزيراعلی او د كراچۍ بزنس كميونټي استازي او اعلې چارواكي موجود وو۔ د خزانې وزير په خپل خطاب كښې ووئيل په پاكستان سټاك ماركيټ كښې ښكاره تندي د سرمايه كارانو د باور عكاسي كوي٬ آئي اېم اېف سره د اېس بي اے او توسيعي فنډ سهولت پروګرام بنيادي مقصد د كلي معيشت ثبات بحال ساتل او دا په برآمدات اډانه لرونكې تلپاتې نمو پلو بوتلل وو او ددې په زړه پورې نتيجې رامخې ته كيږي۔ ده ووئيل په سركاري خرڅونو كښې كمي لپاره د ټولشموله ايجنډې له مخې كار روان دے ٬ د پنشن په نظام كښې په اصلاحاتو عمل درآمد پېل شوے دے٬ د پورونو په ادائيګۍ كښې بهتري رامخې ته شوې ده۔ مونږ د وفاقي حكومت په خرڅونو او حجم كښې كمي كوؤ٬ د 42 وزارتونو 400 پېوستو ادارو جاج اغستلے شي۔ په دې اړه پرېكړه كولې شي ٬ وزيراعظم او كابينه د دې منظوري وركوي او په دې عمل پېل كېږي۔ ده ووئيل پاكستان سټاك اېكسچېنج په تېر يو كال كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړه ٬ په انډېكس كښې د 65 زره پوائنټس اضافه شوې ده او په دې كښې لا بهتري رامخې ته كيږي۔ ده ووئيل هېوا تلپاتے نمو پلو بوتللو كښې سټاك ماركيټ مهم كردار لري۔ ده ووئيل په سټاک مارکیټ كښې ټېكسېشن سره اړوندې مسئلې به حل كړې شي٬ د خزانې وزارت به په دې لړ كښې ټولې آسانۍ برابروي۔ دې څخه وړاندې د پاکستان سټاک اېکسچېنج چیف اېګزېکټو آفیسر فرخ سبزواری ووئيل د كلي معيشت استحكام او په پالېسي رېټ كښې كمي سره پاكستان سټاك اېكسچېنج كښې ښكاره كمې رامخې ته شوې دې٬ مونږ د خپلو چينائي همكارانو هم مننه كوؤ٬ چينائي سټاك اېكسچېنز سره مونږ غوره همكاري لرؤ٬ مونږ د چين درې سټاك اېكسچېنجز سره اېم او يوز لاس ليك كړې دي۔ ده ووئيل سټاک مارکیټ په يو كال كښې د 80 فیصد ریټرن وركړے دے كوم چې د ماركيټ د غوره كاركردګۍ عكاسي كوي۔ ده ووئيل په مارکیټ كښې 525 کمپنۍ رجسټرډ دي٬ 70 فیصد ټرېډنګ والیوم شریعه کمپلائنټ دے او دا مهال د مارکیټ کېپټلائزېشن حجم 52.5 اربه ډالر څخه زيات دے۔ ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې مارکیټ کېپټلائزېشن 100 ارب ډالر ته ورسوو۔ ده ووئيل دا مهال د جي ډي پي تناسب سره د پاكستان سټاك اېكسچېنج برخه 14 فيصده ده كومه به چې زياتولې شي۔ ده ووئيل پاکستان سټاک مارکیټ بزنس لپاره پرانستے دے او ځائي سرمايه كار بايد دې څخه استفاده وكړي۔