اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د نوي كال په پېل د پاکستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې ۔د شورو په ورځ په خپل پيغام كښې وفاقي وزير ووئيل دعا كوو چې نوې كال د پاکستان لپاره د امن، استحکام او سوكالۍ كال وي۔ده ووئيل هيله لرو چې كال 2025 د هېواد لپاره د پرمختګ نوې باب پرانيځي او ټوله نړۍ كښې به امن راشي،مونږ له به په پېښو چيلنجونو قابو موندلو له قامي اتحاد، محنت، او نظم و ضبط خپلول وي۔ جام کمال ووئيل د پاکستان ځوانان زمونږ سرمايه ده، د هغوي پوهي رامخې ته كولو سره به هغوي له د موقعو وركولو ته پام لرنه كول وي، ده ووئېل د هېواد معيشت قوي كولو له به د کمزوري طبقې ښېګړې ته خاص پام لرنه كول وي او مونږ له به د تير كال د کاميابيو او کمزورو تجزيه کولو سره مخ په وړاندې تللو له ښه تګلاره خپلول وي۔د تجارت وزير ووئيل د نوي كال په پېل بايد مونږ د فرائض په ايماندارۍ او محنت سره د ترسره كولو لوظ وكړو۔ده ووئيل د لويې څښتن څخه دعا كوو چې دا كال د پاکستان لپاره د امن، پرمختګ او کاميابيو كال وي۔