اسلام آباد۔29دسمبر(اے پی پی) د برطانوی هاؤس آف لارډز غړي لارډ قربان حسېن وئيلي دي چې د فلسطين او كشمير پېچلې شخړو د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې فوري حل نړيوال امن لپاره ضروري دے ٬ په غزه كښې د روانې عامې وژنې او ظلم مثال په ټول انساني تاريخ كښې نه ترلاسه كيږي٬ نړيوالې ادارې دې فوري سيز فائر لپاره فعاله ګامونه پورته كړي۔ ده د اتوار په ورځ د تحریک انسټی ټیوټ آف پیس اېنډ ډېوېلپمنټ انسپاډ صدر او د كشمير د وزيراعظم د بشري حقونو پخواني سلاكار ډاکټر اېم طاہر تبسم په استوګنه د هغه په مشرۍ كښې ملاقات كوؤنكي پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ لارډ قربان حسین ووئيل د هند انتها خوښې حكومت نه يوازې په كشمير كښې په مسلمانانو زور او زياتې كوي بلكې د مسلمانانو ٬ سكھانو او ټولو اقليتونو په ضد د تور قانون لاندې په ظلم او زياتي كښې هم ككړ دے۔ ده ووئيل په برطانيه كښې ژوند كوؤنكي پاكستاني او كشميري وګړي د خپل وس له مخې د كشمير مسئله په ډاګه كوي۔ ده ووئيل تمه ده چې برطانوی حکومت به د كشمير مسئلې حل كولو له عملي كار وكړي۔ لارډ قربان د انسپاډ د ستائنې وړ هلې ځلې او ستړې ستائلو سره د كشمير مسئلې حوالې سره د ډاكټر طاهر تبسم د هڅو ستائنه وكړه۔ د انسپاډ صدر د لارډ قربان بشپړه هڅې او خذمات وستائل كوم چې هغه په هاؤس آف لارډز او سياسي مېدان كښې كوي۔ ده هيله ولرله چې هغه به سباؤن كښې هم لارښودنه او مشري روانه وساتي۔ لارډ قربان د انسپاډ لخوا د غرمې مېلمستيا كښې ګډون هم وكړو۔