اسلام آباد۔9جنوری(اے پی پی) دمنصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال د انډونيشيا د صدر پرابوو سوبیانتو د پاكستان اولنۍ سركاري دورې څخه وړاندې د پاكستان او انډونيشيا ترمينځه د همكارۍ او تجارت ودې سره اړوندې د وزيراعظم لخوا تشكيل كړې شوې كمېټۍ غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښې د اېس آئي اېف سي سېكرټري ٬ د كامرس وزارت ٬ د خزانې وزارت ٬ د خارجه وزارت او د منصوبه بندۍ وزارت اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په جكارته كښې تعينات د پاكستان سفير د وېډيو لنك دلارې په غونډه كښې خصوصي ګډون كولو۔ په غونډه كښې د انډونيشيا د صدر پاكستان ته په دوره راتللو څخه وړاندې د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې همكارۍ او تجارت ته وده وركولو له په مختلفو وړاندېزونو غور وكړے شو۔ په دې موقعه احسن اقبال په خپلو خبرو كښې ووئيل د انډونيشيا صدر په اولني ځل د پاكستان دوره كوي كومه چې دواړو هېوادونو لپاره زياته مهمه ده۔ ده ووئيل دا دوره به كه پاك پروردګار ته منظور وي پاكستان لپاره د تجارت نوې موقعې رامخې ته كړي او دوه اړخيزه اړيكو سره سره اقتصادي او تجارتي همكارۍ ته به خاص پام ګرځولې شي۔ وفاقی وزیر په غونډه كښې چارواكو ته امر وكړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي اړيكو ته وده وركولو له دې كوټلي وړاندېزونه مرتب كړې شي۔ احسن اقبال ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تعليم ٬ آئي ټي او سېلګرۍ په څانګو كښې همكاري زياتولو ته اړتيا ده۔ ده د انډونيشيا د حج انتظاماتو هم ستائنه كولو سره ووئيل د انډونیشیا حکومت هر كال د حج په زړه پورې انتظامات كوي او مونږ له به په دې لړ كښې هغوي څخه زده كړه كول وي۔ د غونډې په پايه كښې وفاقي وزير اړوندو وزارتونو ته هدايت وكړو چې د انډونيشيا صدر د پاكستان دورې څخه وړاندې دې ټولو وړاندېزونو او اقداماتو ته حتمي شكل وركړے شي۔