پاك قازقستان پارليماني رابطې دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو كښې مهم كردار ادا كولې شي۔سردار اياز صادق

image

اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي د پاكستان او قزاقستان ترمينځه پارليماني رابطو كښې اضافه دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو كښې مهم كردار ادا كولې شي٬پاكستان قازقستان سره خپلو د ملګرتيا اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده دا خبره د نهې په ورځ په پاكستان كښې د قازقستان سفير يرژن كذافستان سره په ملاقات كښې كړې۔په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او مهمو نړيوالو او سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔سپيكر ووئيل پاكستان قازقستان سره خپلو د ملګرتيا اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې د شريك مذهب٬تاريخ او كلتور په قوي بنيادونو اډانه دي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل پارليماني رابطو كښې اضافه دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو كښې مهم كردار ادا كولې شي٬قامي اسمبلۍ كښې پاك-قازقستان پارليماني فرينډ شپ ګروپ د پارليماني رابطو ته وده كښې فعاله كردار ادا كوي۔۔ده ووئيل دواړو هېوادونو كښې تجارتي او اقتصادي مرستې ته د ودې وركولو پراخه موقعې موجود دي٬پاكستان د قازقستان پشمول د ټولو مينځني آسيا رياستونو سره اقتصادي اړيكو ته د لا پراختيا وركولو خوښي لري٬پاكستان مينځني آسيائي رياستونو ته تر ګرمو اوبو رسنې عزم لري٬ د مينځني آسيا رياستونو ته تر ګرمو اوبو رسنې لپاره ګوادر سره نزدې بندرځائے دے۔دغسې سپيكر په اسلام آباد كښې شوي اېس سي او كنفرنس كښې قازقستان وزيراعظم اولجاس بیکټینوف ګډون خوشبينه وګرځولو ٬ ده ووئېل د دواړو هېوادونو ترمينځه اعلٰی كچ دورو څخه به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔قازقستاني سفير په دې موقع ووئيل قازقستان پاكستان سره خپلو نزدې اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬پارليماني رابطو كښې اضافې څخه به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔سفير د اېس سي او كنفرنس په كاميابۍ كولو د قامي اسمبلۍ سپيكر ته مباركي وركړه او وې وئېل د اېس سي او كنفرنس د منطقې په پرمختګ او خوشحالۍ به تل پاتي اثرات مرتب شي۔دغسې قازقستان سفير د قامي اسمبلۍ سپيكر ته پارليماني پلاوي سره د قازقستان دورې كولو بلنه هم وركړه ۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں