د وزيراعظم د كشمير چارو صلاحكار شبير احمد عثمان په مشرۍ كښې 5 فروري كشمير سره د يو والې ورځې په توګه نمانځلو له د چمتوالي نيولو غونډه

image

اسلام آباد۔10جنوری (اے پی پی) د وزيراعظم د كشمير چارو صلاحكار شبير احمد عثمان په مشرۍ كښې 5 فروري كشمير سره د يو والي ورځ په توګه نمانځلو له د چمتوالي نيولو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي سېكرټري علی طاهر، ایډیشنل سېکرټري کامران رحمان خان، جوائنټ سېکرټري حامد خان، جوائنټ سېکرټري آزاد جموں و کشمیر کونسل علي اکبر خټک او جوائنټ سېکرټري ګلګت بلتستان کونسل سدھیر خټک ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د كل جماعتي حريت كنفرنس کنوینئر غلام اېم صفي هم ګډون كولو۔ په غونډه كښې د 5 فروري كشمير سره د يووالي په اړه كېدونكو دستورو له په ټول شموله تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د وزيراعظم كوآرډينېټر شبير احمد عثماني ووئيل ټولو قام به 5 فروري 2025 د كشمير سره د يو والي ورځ د دې عزم پخلي سره ولمانځي چې د كشميريانو نه منسوخ كېدونكي د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د روان منصفانه تحريك ملاتړ به دوامداره ساتلے شي لكه څنګه چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اړوندو قراردادونو كښې درج دي ۔ په غونډه كښې د خارجه وزارت ٬ د كورنيو چارو وزارت ٬ او د آئي ټي او ټېلي كام او اېوي اېشن په شمول د بېلو وزارتونو او څانګو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د سي ډي اے ٬ تعليم وزارت ٬ د قامي ورثې او كلتور ډويژن استازي هم موجود وو

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں