حكومت اولس او سوداګرو ته رېليف وركولو لپاره په زړه پورې هڅې كوي۔د صنعت او پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن

image

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي)د صنعت او پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلي دي حكومت د سرمايه كارۍ لپاره خاص اقتصادي زونز جوړوي٬ حكومت اولس او سوداګرو ته رېليف وركولو لپاره په زړه پورې هڅې كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د اېف پي سي سي آئي صدر عاطف اكرام شېخ په مشرۍ كښې پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه ۔ده ووئيل حكومت انډسټري ته ورمخې ته مسئلو حل كولو لپاره هڅې كوي٬ حكومت اولس او سوداګرو ته رېليف وركولو لپاره په زړه پورې هڅې كوي۔ده ووئيل حكومت د سرمايه كارۍ لپاره خاص اقتصادي زونز جوړوي۔په ملاقات كښې د اېف پي سي سي آئي پلاوي د ګرانې بجلۍ او آئي پي پيز سره ناجائزه لوظ نامو معامله پورته كړه ۔په دې موقع عاطف اكرام شېخ ووئېل په هېواد كښې د توان زياتو شوو بيعو له امله انډسټريز بند٬معيشت تباه كېږي٬د توان بيعې به د سيمه ايزو هېوادونو برابر راوستل وي۔ده ووئيل د آئي اېم اېف څخه نجات او د هېواد برآمدات كښې اضافې لپاره به انډسټريلائزېشن پلو تلل وي٬حكومت كه د بجلۍ ټيرف كښې رېليف وركړي نو بزنس كميونټي ايكسپورټ 60 ارب ډالر هدف سر كولې شي۔دغسې په دې مهال وفاقي وزير رانا تنوير حسېن پلاوي ته د بزنس كميونټۍ مسئلو حل كولو باور وركړو۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں