وزيرِاعظم د شهزاده عبدالله بن خالد بن تركي بن عبدالعزيز بن تركي السعود په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

image

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) وزيرِاعظم محمد شهباز شريف د شهزاده عبدالله بن خالد بن تركي بن عبدالعزيز بن تركي السعود په مړينه د سعودي فرمانروا، خادم الحرمين شريفين،سلمان بن عبد العزيز السعود او سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز السعود سره غمرازي ښكاره كړه۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د غم په دې وخت كښې زمونږ ټولې همدردۍ د سعودي شاهي كورنۍ او سعودي اولس سره دي۔ وزيراعظم دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد شهزاده عبدالله بن خالد بن تركي بن عبدالعزيز بن تركي السعود له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں