وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن سره د مصر سفير وليدل

image

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د مذهبي چارو او مذهبي همغږۍ وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن سره پاكستان كښې د مصر سفير ډاکتر ايهاب محمد عبدالحميد حسن د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د مذهبي تعليم پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو څانګو كښې د اړيكو لا زياتولو ته سلاح راغله ٬ په دې موقع د مصر سفير وفاقي وزير د مذهبي تعليم لپاره د الازهر پوهنتون څخه د الحاق لرونكو پنجاب كښې د ادارو جوړولو په اړه خبرولو كښې ووئيل د مصر يوولس پروفيسرز په نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد كښې په مختلف فېكلټيز كښې ټيچنګ كوي۔ ده په دې موقع وفاقي وزير ته په مصر كښې د مېرمنو د كردار پحقله په كنفرنس كښې د ګدون كولو بلنه هم وركړه۔

مضمون کا ماخذ : loteria estadual
متعلقہ مضامین
مزید خبریں