اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي)د چين وزيراعظم لي چيانګ د پاكستان دورې كولو او د اېس سي او مشرانو په غونډه كښې د ګډون نه پس خپل هېواد ته لاړو۔د شورو په ورځ په نور خان هوائي مېدان د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال هغه ته په مخه دې ښه اووې۔په دې موقع وفاقي وزير ووئيل هيله لرو چې ډېر زر به تاسو يو ځل بيا پاكستان ته راشې ۔د چين وزيراعظم لي چيانګ وفاقي وزير احسن اقبال ته د سي پیك لپاره په خذمات پېرزوئنې وړاندې كړې ۔د چين وزيراعظم لي چيانګ ووئيل زه به بيا پاكستان ته راځم٬پاكستان چين پولادي وروڼه دي ٬زه د پاكستان د اولس او وزيراعظم شهباز شريف په كوربتوب مننه كوم۔