د هر ھغه آئيني بدلون به ملاتړ كوٶ كوم چې د اولس په ګټه وي٬ آئيني بدلونونه په عدالتي نظام كښې بهترۍ لپاره ضروري دي خو دا بدلونونه بايد په اتفاق وي٬ حکومتي او اپوزيشن غړي

image

اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي) په قامي اسمبلۍ كښې حکومتي او اپوزيشن غړو وئيلي دي د هر ھغه آئيني بدلون به ملاتړ كوٶ كوم چې د اولس په ګټه وي٬ آئيني بدلونونه په عدالتي نظام كښې بهترۍ لپاره ضروري دي خو دا بدلونونه بايد اتفاق وي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په آئيني بدلون بحث كښې علي محمد خان ووئيل په آئين كښې بدلون كېږي او پارلمان ته په آئين كښې د بدلون اختيار ترلاسه دے خو بايد دا عمل په جمهوري ډول مخ په وراندې بوتللې شي۔ ده ووئيل د اېس سي او کاميابي زمونږ د ټولو كاميابي ده۔ ده ووئيل آزادې عدليه لپاره مسلم ليګ (ن)، پيپلزپارټۍ او د تحريک انصاف پشمول ټولو هڅې كړي٬ آئيني بدلونونه په اتفاق سره پكار دي ۔ د جے يوآئي ف مولانا عبدالغفور حيدري ووئيل په آئين پاکستان كښې د حالاتو له مخې بدلونونه كېږي، افهام او تفهيم ٬ خبرو اترو مخ په وړاندې بوتللو ته اړتيا ده۔ د پاکستان پيپلز پارټي مرزا اختيار بېګ ووئيل د نړۍ په هره څانګه كښې اصلاحات كېږي٬ د آئيني بدلونونو په اړه بلاول بھټوزرداري چې د مشاورت عمل څنګه مخ په وړاندې بوتللے ھغه د ستائنه وړ دے٬ ده ووئيل اوورسيز پاکستانيانو په حواله په مجوزه آئيني بدلونون كښې د پي ټي آئي تجويزنه هم شامل كړې شوي ۔ محمد عامر ډوګر ووئيل د آئيني بدلونونو په اره زمونږ مشاورت روان دے ٬ مونږ به مشرانو سره په مشاورت پرېكړه كوٶ۔ ده ووئيل د هر ھغه آئيني بدلون به ملګرتيا كوٶ كوم چې د اولس په ګټه وي۔ خورشيد جونيجو ووئيل د ذوالفقارعلي بھټو عدالتي قتل شوے ، بېنظير بھټو شهيده په عدالتونو ګرځولې شوې ۔ ده ووئيل په عدالتي اصلاحات اتفاق ضروي دے ۔ د اېم کيو اېم خواجه اظهار الحسن ووئيل زمونږ په عدالتي نظام كښې ډېر سقم شته ٬ عام وګړې بااختياره جوړول، نوو صوبو جوړولو او بيورو کريسي ښه كولو لپاره هم اصلاحات پكار دي۔

مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں