اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د 26 م آئيني بدلون منظوري د قامي يووالي او اتفاق په زړه پورې مثال ګرځولو سره وئيلي دي 26 آئيني بدلون سره د محلاتي سازشونو دور ختم شوے او د ميثاق جمهوريت نيمګړے خوب ترسره شو٬ په پارليمان كښې دننه لارښودو د ذاتي ګټې څخه پرته د هېواد او قام لپاره يوه ستره كارنامه ترسره كړه ، آئینی بدلون به د پارليمان سرلوړۍ له سنګ ميل ثابت شي ٬ دې سره به د هېواد سباؤن مضبوط او محفوظ شي۔ دې سره به د لكھونو په شمېر خلق آسانۍ سره انصاف ترلاسه كړې شي۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ څخه د 26 م آئيني بدلون بل په درېو كښې د دوو برخو په اكثريت سره د منظورېدو نه وروستو د بدلون په حق كښ د رائے وركؤونكو ګوندونو مشرانو حةاله په ورتللو او د هغوي مننه كولو څخه وروستو په ايوان كښې وزيراعظم ووئيل نن يوه تاريخي ورځ ده او دا د قامي يووالي او د اتفاق يو اعلی مثال دے۔ ده ووئيل نن يو نوے سهار دے ٬ د محلاتي سازشونو د لارې د ټاكلے شوو وزيراعظمانو كورونو ته د لېږلو لاره ټول عمري له بنده كړې شوه۔ ده ووئيل نن په كال 2006 كښې د بېنظير بھټو او نواز شريف ترمينځه د شوي ميثاق جمهوريت نيمګړے خوب پوره شو۔ نن دا پرېكړه وشوه چې پارليمان ته بر لاسے ترلاسه دے۔ ده د صدر مملكت آصف علی زرداری ، پخواني وزیراعظم نوازشریف ، بلاول بھټو زرداري ، مولانا فضل الرحمان ، خالد مقبول صدیقي ، چوهدري سالک حسین ، عبدالمالک بلوچ ، اعجاز الحق ، خالد مګسي او د عبدالعلیم خان په شمول د آئيني بدلون ملاتړ كوؤنكو ټولو لارښودو مننه كولو سره ووئيل دې ډول بدلونونو سره به د هېواد سباؤن محفوظ شي۔ وزیراعظم ووئيل كه تحریک انصاف هم په دې بدلون كښې شامل شوے ؤ نو ډېره به ښه وه۔ ده د سپيكر او د هغه د عملې هم مننه وكړه۔ وزيراعظم د اسمبلۍ د ټولو غړو مننه كولو سره دا بدلون يو مهم سنګ ميل وګرځولو