رياض 28 اکتوبر (اے پي پي) سعودي عرب كښې د متحده عرب امارات نيغ په نيغه سرمايه كاري 113 ارب ډالر ته رسېدلې ده ۔د اردو نيوز له مخې د سعودي عرب د معيشت او منصوبه بندۍ وزير فيصل الابراهيم د سعودي عرب٬امارات اقتصادي فورم درېم اېډېشن هلو ځلو په مهال په وينا كښې ووئېل د تېرو پنځو كلونو په مهال هېواد او د متحده عرب امارات ترمينځه تجارتي تبادله 25 فيصد زياتېدو سره تر 2023 اختتام پورې 113 ارب رياله ته رسېدلې او د 2019 تر اختتام دا 90 ارب رياله وه۔د اقتصاديات وزير ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت٬سېلګرۍ٬لاجسټكس انضمام او نورو بېلو څانګو كښې د اوږد مهاله پروژې او اقدامات د ډاډ وړ دي او په دې لړ كښې په بېلو څانګو كښې د مرستې ډاډ ګيرنه كوو۔