اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي د وزيراعظم شهباز شريف د قطر او سعودي عرب دورې په مهال ګټور ملاقاتونه شوي٬قطر پاكستان كښې د درې اربه ډالره سرمايه كارۍ لوظ كړے ٬د قطر پلاوې به ډېر زر پاكستان ته راشي٬پاكستان او سعودي عرب معيشت او سرمايه كارۍ زياتولو ته صلاح شوي٬د دواړو هېوادونو ترمينځه د لوظ نامو شمېره 34 او د مجموعي سرمايه كارۍ حجم 2 ارب 80 كروړ ډالر ته رسېدلے۔د وزيراعظم د سعودي عرب دورې په مهال د سعودي قيادت سره د نورو 60 كروړه ډالرو سرمايه كارۍ زياتولو ته اتفاق راغلے ۔د پاكستان او قطر ملګرتيا كښې د يو نوې باب اضافه شوې٬د وزيراعظم شهباز شريف او قطر امير ترمينځه ګټورې خبرې اترې شوي۔د پاكستان كلتور او فنون لطيفه رامخې ته كولو له په قطر كښې خصوصي نندارتون شوے۔ ده ووئېل د وزيراعظم اكنامك ايجنډا په تندۍ سره ترسره كېږي٬په خارجه محاذ د پاكستان عزت او وقار زيات شوے٬پاكستان په هر نړيوال فورم د بې ګناه فلسطينيانو لپاره غږ پورته كړے٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي ته د خېبرپښتونخوا حكومت پام لرنه نه كوي٬د خېبرپښتونخوا حكومت د اولس تحفظ كولو كښې ناكامه راغلے ٬ زمونږ حكومت د ترهه ګرۍ ختمولو له لوظي دے۔د جمعې په ورځ پي ټي وي هېډكوارټر كښې خبري كنفرنس ته د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د قطر او سعودي عرب كاميابې دورې كړي٬اولس له په دغه دواړو دورو مباركي وركوم۔ده ووئيل د پاكستان معيشت د بحالۍ پلو روان دے٬حالات وخت په وخت ښه كېږي٬مونږ د اصلاحات پړاؤ څخه استحكام پلو روان يو٬زمونږ معيشت مستحكم كېږي۔د سعودي عرب دورې په مهال ګټور ملاقاتونه شوي٬د هېواد معيشت بحالۍ او استحكام كښې سعودي عرب مهم كردار لري٬په اوسنيو كښې د سعودي د سرمايه كارۍ وزير خالد الصالح پاكستان ته راغلے٬ ده ووئېل دلته هغه 27 ايم او يوز لاس ليك كړي وو د كوم ماليت چې 2.2 ارب ډالر دے۔ده ووئيل د انويسټمنټ كنفرنس په سائيډ لائنز د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د وزيراعظم شهباز شريف ملاقات په ښه چاپیرچل كښې شوے۔د سعودي عرب سره لوظ نامې حتمي پړاؤ كښې دي۔په پنځو لوظ نامو كار پېل شوے٬سعودي عرب او پاكستان اړيكو ٬ سرمايه كارۍ او تجارت زياتولو ته اتفاق كړے۔ده ووئيل د آئي اېم اېف پروګرام په اړه وزيراعظم د سعودي عرب په مرسته د ولي عهد مننه كړې٬وفاقي وزير ووئيل د دواړو هېوادونو اولس خپلو كښې قوي خپلولي لري٬سعودي عرب هر كال زمونږ د حاجيانو د مېلمستيا فرض ادا كوي٬په دې د هغوي مننه كوم۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم په هر فورم د فلسطين ذكر كړے۔ده ووئيل د فلسطين په مسلمانانو د اسرائيل د ظلمونو يې غندنه كړې او په دې اړه يې خبره كړې چې په نړۍ كښې امن له په فلسطين كښې امن ضرورې دے۔ ده ووئېل وزيراعظم په هر نړيوال فورم د فلسطينيانو غږ پورته كړے٬وفاقي وزير د قطر دورې په اړه ووئيل دا يوه مهمه دوره وه د كومې شريكه اعلاميه چې جاري شوې۔ده ووئيل په قطر كښې د پاك قطر ملګرتيا په اړه مهم پېشرفت شوے٬هلته د پاكستان په حقله د يو نندارتون اهتمام شوے چې پكښې د پاكستان مصوران او فنكاران بللې شوي٬د 1947 نه تراوسه د پاكستان فن پارې نندارتون كښې وړاندې كړې شوي ٬د ټولې نړۍ څخه راغليو وګړو د پاكستان فن پارې ستائېلې۔ده ووئيل مونږ د قطر امير شيخ تميم بن حمد الثاني او د هغه د مشرې خور شيخه الميسه مننه كوو چا چې د دې نندارتون اهتمام كړے ۔وزيراعظم شهباز شريف او د قطر امير ترمينځه په ښه چاپېرچل كښې ملاقات شوے۔ده ووئيل قطر په پاكستان كښې د درې اربه ډالره سرمايه كارۍ لوظ كړے ٬دې سرمايه كارۍ سره به د پاكستان معيشت ته وده ترلاسه شي۔ده ووئيل د پاكستان معيشت د پرمختګ پلو روان دے٬ګراني 6.9 فيصد ته راغلې٬رېكارډ ترسيلات زر پاكستان ته راغلې٬د سود شرح كمه شوې٬په خارجه محاذ د پاكستان عزت او وقار زيات شوےے٬ د دوست هېوادونو د اړخه سرمايه كاري كېږي٬ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف اكنامك ايجنډا په تندۍ سره ترسره كېږي٬د يوې پوښتنې په ځواب د اطلاعات وزير ووئيل پاكستان 24 كاله پس فسكل سرپلس ته رسېدلے۔قطر به په پاكستان كښې د توان٬معدنيات او آئي ټي په څانګه كښې سرمايه كاري كوي۔په دې اړه به ډېر زر د قطر پلاوې د پاكستان دوره وكړي او چارو له به حتمي شكل وركړي۔د اطلاعات وزير ووئيل د خېبرپښتونخوا حكومت غېر سنجيده حكومت دے٬هغوي د صحت٬تعليم او د انفراسټركچر په څانګو كښې څه كړي؟ګراني كمه شوې٬په دې اړه هغوي پرائس كنټرول كمېټۍ نه دي جوړې كړي٬هغوي هر وخت د پرلتونو او لاريونونو دړكې وركوي۔ډېر زر به وګړي د هغوي ګريوان ته لاس واچوي ځكه چې په خېبرپښتونخوا كښې حكومت د اولس لپاره څه نه دي كړي۔وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي حكومت طالبان بېرته رابللي٬د هغه وخت وزيراعظم د نېشنل ايكشن پلان په اړه يوه غونډه هم نه ده كړی٬د امن او ترهه ګرۍ كاروائيو پلو پام لرنه نه ده شوې٬په خېبرپښتونخوا كښې عام وګړي او پوځي ځوانان شهيدان كېږي۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د صوبائي چارو ترسره كولو جوګه نه دے۔ده ووئيل د امنيت پلو وزيراعظم خاص پام لرنه كوي٬وفاقي حكومت وړاندې هم د مرستې وړاندېز كړے ؤ او اوس هم كوي۔د ترهه ګرۍ خاتمې ته صوبائي حكومت خاص پام لرنه كوي٬د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د خېبرپښتونخوا حكومت دا ړخه لاﺀ اينډ آرډر په اړه بې غوري ښودل كېږي ٬د كے پي كے اولس د خپل حق څخه محروم كړے كېږي٬ده ووئيل د ګاز په پرېشر كښې د كمي په اړه د پېټروليم وزير سره خبره شوې٬په دې اړه به ښه والې راوستلے شي۔