د سرينا چوك پروژه به په 60 ٬ د اېف نائن پارك به د 100 نه تر 120 ورځو كښې بشپړه كړې شي ٬ مارګله ايكسپرېس د موټروے سره په پیوست كولو به د ايوان صدر او وزيراعظم هاؤس څخه د موټروے سفر د 15 نه تر 20 دقيقو شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي

image

اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي د سرينا چوك پرووه به به 60 ٬ د اېف نائن پارك به د 100 نه تر 120 ورځو كښې بشپړه كړې شي٬ مارګله ايكسپرېس د موټروے سره په پېسوت كولو به د ايوان صدر او وزيراعظم هاؤس څخه موټروے سفر د 15 نه تر 20 دقيقو شي٬فيض آباد پل پراخه كولو٬راول ډېم روډ٬مارګله روډ ښه كولو او په مجموعي توګه د اسلام آباد ښكلا باوري كولو ته مونږ وړومبۍ پام لرنه كوو ٬د سوئېلي آسيا تر ټولو لويې بېرغ به اسلام آباد كښې لګولې شي۔هغه د نهې په ورځ اېف نائن او د سرينا چوك پروژو د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خطاب كولو۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د دې دواړو پروژو باقاعده بنياد كېښودلو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د قامي اسمبلۍ داخله قائمه كمېټۍ چيئرمېن خرم نواز٬ايم اين ايز انجم عقيل خان٬طارق فضل چوهدري پشمول نور د اسمبلۍ غړي او معزز شخصيات دستوره كښې موجود وو۔دستورې ته خطاب كولو په مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل زمونږ لپاره نن مهمه ورځ ده٬سرينا چوك او اېف نائن پارك پروژو كاؤنټ ډاؤن د نن نه پیل شو٬سرينا چوك پروژه به په 60 ورځو كښې بشپړه شي او دغسې اېف نائن پروژه به د 100 نه تر 120 ورځو په مهال بشپړه شي۔د ووئيل د اسلام آباد په ښكلا سي ډي اے هم ډېر كار كړے٬مونږ د اېس سي او په مهال اسلام آباد چې كوم ډول سنګار كړے ؤ اوس هم زمونږ هڅه ده چې دا په مستقل بنيادونو برقرار وساتلے شي٬راتلونكو ورځو كښې به زمونږ ټولې سترې لارې هم دغسې د شپی روښانه پاتې كېږي۔ده ووئيل په اسلام آباد كښې د فائيو سټار هوټلز كمے دے٬ دې پوره كولو لپاره د دوو ځايونو انتخاب شوے٬ دې مقصد لپاره راتلونكو ورځو كښې د دوه پلاټونو نيلامي كېدونكې ده او باوري كولې به شي چې څوك پلاټ واخلي هغوي په سمدستي توګه فائيو سټار هوټل جوړ كړي ٬ دغسې د وړو هوټلو د پلاټونو نيلامي هم شوې٬هم دې مودې په مهال وزيراعظم د سفاري پارك بنياد تيګه هم اښودې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د فيض آباد چوك پل سمول دي٬فيض آباد سرګ كوم چې د پینډۍ څخه راځي هغه به جام كېدو دا پروژه به هم دواړه ميګا پراجيكټس سره بشپړ كړی شي۔ده ووئيل د پرائيوېټ سيكټر په مرسته مونږ به د سوئېلي آسيا تر ټولو اوږد بېرغ اسلام آباد كښې لګوو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں