موسمياتي بدلون تر ټولو لويې چيلنج دے ٬ اوبه بشري ژوند ٬ سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره بنيادي حيثيت لري: پروفيسر احسن اقبال

image

اسلام آباد۔4 نومبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي موسمياتي بدلون تر ټولو لويې چيلنج دے ٬ اوبه بشري ژوند ٬ سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره بنيادي حيثيت لري٬ موسمياتي بدلون او مخ په زياتېدونكې شهري آبادۍ د اوبو وسائل اغېزمن كړي او په پاكستان كښې د اوبو شتون تر اندېښمن حد كم شوے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د موسمياتي بدلون او د اوبو اهميت په اړه دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان د اوبه خور نظام د نړۍ په لويو نظامونو كښې شمېرلے شي او د دوه لويو سټورېج ډېمز د جوړولو كار روان دے دغسې چې اوبه په زړه پورې ډول جمع كړې شي۔ ده ووئيل كركيله د هېواد 40 فيصده آبادۍ ته روزګار وركوي او اوبو او غذائي تحفظ له عصري ټېكنالوجي خپلول ضروري دي۔ ده په دې خبره رڼا واچوله چې په نړۍ كښې 2.2 بلین وګړي پاكې اوبه نه لري او په پاكستان كښې د اوبو كچه 100 کیوبک میټر ته رسېدلې ده۔ ده ووئېل په نړيوال كاربن اخراج كښې د پاكستان برخه كمه ده ولې بيا هم د موسمياتي بدلون اغېزو سره مخ دے۔ وفاقی وزیر ووئيل مونږ له به يو نوې ټېکنو اکانومی بدلون پلو مخ په وړاندې تلل وي او سياسي استحكام او د پالېسيو تسلسل به باوري كول وي دغسې چې د اوبو او د غذائي تحفظ مسئلې حل كړې شي۔ ده ووئيل اوبه خوراك او معاشي تحفظ لپاره د ملا د تير حېثيت لري۔ ده ووئيل پاكستان په ماحولياتي توګه د نړۍ اووم غېر محفوظ هېواد دے۔ تر كال 2050 به د موافقت په ضرورت 7 څخه تر 24 بلین ډالر مصرف كولې شي۔ ده ووئيل زمونږ د كوچنيانو مستقبل نني اقدامات سره تړلے دے٬ 90 فيصده اوبه په كركيله كارولې شي٬ ناوړه كركيله يوه مسئله ده۔ قامي آبي پالېسي په كال 2018 كښې پېل كړې شوه كومې سره چې تلپاتې حل رامخې ته شو ، پي اېس ډي پي 2.2 فیصد آبی وسائل لپاره وقف ده۔ ده ووئيل د قامي اقتصادي بدلون په منصوبه كښې اوبو او سلامتيا ته خاص پام ګرځولے شوے٬ پاكستان په خپلو پښو اودرېدو پلو روان دے۔ په كال 2017 كښې په منظور شوې قامي سېلاب منصوبې 4 اربه ډالره مصرف كړې شوي ٬ د اوچ كالۍ او د اوبو د كمي اثر د خوراك په نرخونو پرېوزي۔ په نړيوال هنګر انډېكس كښې پاكستان په 127 هېوادونو كښې په 109 م لمبر دے۔ ده ووئيل كال 2018 څخه وروستو د هېواد ګټې له مو د استحكام بحالۍ عزم وكړو۔ ده ووئيل مونږ له به د اوبو او خوراك مسئلې څخه د محفوظ پاكستان بنياد اېښودل وي٬ سباؤن زمونږ د زړورو پرېكړو سره تعلق لري

مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná
متعلقہ مضامین
مزید خبریں