اسلام آباد۔25دسمبر(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف د کرسمس په موقعه مسیحي ټولنې ته مبارکي وركولو سره وئيلي دي چې د اقلیتونو د حقونو ساتنه، خېر ښېګړه، پرمختګ او خوشحالي زموږ لومړۍ ترجيح ده ، دا د پاکستان د ویاړ وړ مساوي وګړي دي، پاکستان زموږ د ټولو دے او مونږ ټولو له به په ګډه پاکستان لا ستر او لويے هېواد جوړول وي٬ د پاکستان تحریک او وروسته تر دې دمه د تعلیم، صحت او نورو برخو کښې د مسیحي ټولنې مهم رول پاتے شوے دے۔ ده د شورو په ورځ دلته په وزیراعظم هاؤس اسلام آباد كښې د کرسمس ځانګړې دستورې ته خطاب كولو۔ په دې موقع د اطلاعاتو وزیر عطاﺀ تارړ هم وېنا وکړه او بشپ ډاکټر جوزف اشرف د کرسمس پیغام لوستلو سره واورولو٬ مسیحي ماشومانو کرسمس نغمې وړاندې کړې۔ وزیراعظم په خپل خطاب کښې مسیحی ټولنې ته د کرسمس مبارکی ورکولو په مهال وویل چې حضرت عیسیٰ (علېه السلام) د سولې داعي ؤ چې په قرآن کښې يۍ ښكاره ذكر موجود دے٬ هغه د پاك پرورګار پېغمبر ؤ۔ ده وويل نن د بده مرغه د حضرت عیسیٰ د زېږېدنې په ځايې كښې بې ګناه ماشومان، مېرمنې، مشران ٬ ځوانان په بې رحمانه توګه وژلې كيږي۔ ده ووئيل مونږ له به د دې ورځې په مناسبت په ټوله نړۍ کښې چرته چې عیسائیان میشته دي، په ګډه په فلسطين كښې د دې وينې توئيدل ختمولو له د خپل كردار ترسره كولو عزم كول وي۔ وزيراعظم ووئيل عيسی علېه السلام د امن پېغمبر ؤ ٬ د هغه مشن ته وده وركولو له په فلسطين كښې جنګ بندول د روان وخت مهم ضرورت دے۔ وزيراعظم وويل په پاکستان کښې مسیحی ټولنه امن او سکون سره ژوند كوي۔ ده ووئيل د پاکستان تحریک او وروسته تر دې دمه د تعلیم، صحت او نورو برخو کښې د مسیحي ټولنې مهم رول پاتے شوے دے۔ ده وويل د وطن دفاع لپاره د دوئي خذمات او د كال 1965 او 1971 جنګ په شمول پاكستان لپاره ددوئي كردار به تل ياد ساتلے شي۔ ده ووئيل نن د قائداعظم محمد علي جناح د زېږېدنې ورځ هم ده ٬ له دې كبله ددې ورځ اهميت لا سوا كيږي۔ ده ووئيل د بابائے قوم د اقليتونو په اړه دا بيان زمونږ لپاره د لارې مشال دے چې د اقليتونو د حقونو تحفظ او دې ته وده وركول زمونږ لومړۍ ترجيح ده٬ دوئي د پاكستان مساوي او د وياړ وړ وګړي دي٬ د دوئي خېر ښېګړه او پرمختګ زمونږ د ايجنډې بنيادي نقطه ده۔ ده په دې موقعه د كرسمس نغمې وړاندې كوؤنكو ماشومانو ستائنه وكړه۔ په دې موقعه وزيراعظم دستوره كښې ګډون كوؤنكو سره د كرسمس كېك پرېكړو او كرسمس نغمه وړاندې كوؤنكو ماشومانو سره يۍ ګروپ عكس هم واخست۔