د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په غېر مستقل غړي جوړېدو قوم له مباركي وركړه

image

اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د غېر مستقل غړي جوړېدو په حېثيت ذمه وارۍ سنبهالولو قوم له مباركي وركولو سره وئېلي دي چې دا كاميابي د پاكستان سفارتي هڅو٬نړيوال امن لپاره كردار او نړيوالې ورورولۍ باور څرګندونه ده۔په خپل بيان كښې سردار اياز صادق وئېلي دي چې پاكستان د ملګرو ملتونو فعاله غړے دے او تل د نړيوال امن٬بشري حقوق تحفظ او قانون سرلوړۍ لپاره بشپړه كردار ترسره كړې۔ده د دې باور څرګندونه وكړه چې په سلامتي كونسل كښې د پاكستان موجودګي به د نړيوال امن او استحكام ودې لپاره مهم كردار ترسره كوي۔د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سلامتي كونسل كښې د پاكستان غېر مستقل غړي جوړیدو لويې سفارتي كاميابي ګرځولې او په دې كاميابۍ كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف٬نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مشن هڅې ستائېلې چا په هلو ځلو دا مهمه كاميابي ممكن شوې۔

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں