اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری لوئر کرم كښې د ګاړو په قافلے د ډزو غندنه كولو سره وئيلي چې شر خوښي عناصر اولس دښمنه او فساد خپرول غواړي،دغه شرخوښي به چري هم په خپل ناوړه مقصدونو كښې كامياب نشي۔د ایوانِ صدر پرېس ونګ د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې بيان كښې صدر مملکت کرم كښې د امن هڅو ته زيان رسونكو په ضد د سختي كاروائي په حاجت زور راوړې۔صدر مملکت ووئيل شر خوښي عناصر د اولس دښمنان دي او فساد خپرول غواړي،اولس به چرې هم شر خوښي عناصر په خپل ناوړه مقصدونو كښې کامیاب نه كړي۔ صدر مملکت آصف علي زرداری د ډپټي کمشنر پشمول د ډزو په نتيجه كښې ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔