پينډۍ 31 دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې په كال 2024 كښې پاك پوځ د هېواد لپاره ځانګړې خذمات ترسره كړي۔ د خوارج او ترهه ګرو لپاره د واضحه پاليسۍ په سوب عملياتو كښې مهمي کاميابۍ ترلاسه شوي۔ د آئي اېس پي آر له مخې كال 2024 په مهال په مجموعي توګه امنيتي ځواكونو او قانون نافذ کوونكو ادارو د ترهه ګرو او د هغوي د سهولت کارو په ضد 59,775 د بېل نوعيت کامياب انټيلي جنس بيسډ عمليات كړي۔د کاميابو عملياتو په مهال 925 ترهه ګر پشمول خوارج وژلې شوي دغسې ګڼ شمير نيولې شوي۔د ترهه ګرۍ دې ناسور ختمولو لپاره اوسطاً د ورځي 169 څخه زيات عمليات شوي۔ كال 2024 په مال دې عملياتو كښې 73 زيات مطلوب ترهه ګر وژلې شوي۔وژلے شوو ترهه ګرو كښې فداء الرحمن عرف لعل د ژوب ډويژن ، علي رحمان عرف طحٰه سواتي او ابو يحييٰ هم شامل دي۔ رياستي ادارو د ښې تګلارې په وجه 14 مطلوب ترهه ګرو په وسله غورځولو خپل ځانونه په قامي چوكاټ كښې شامل كړې۔د امنيتي ځواكونو کاميابي تګلارې په وجه 2 ځانمرګي بريد كوونكي نيولې شوي او هېواد د لويې تباهۍ څخه بچ كرے شوے۔سرلښكر د ترهه ګرو ، خوارج او د هغوي د سهولت کارو په اړه ښكاره موقف لري۔ده ووئيل پاکستان د افغانستان د خاوري څخه د ترهه ګرو په کارروائيو تحفظات لري،د يو پاکستاني د ځان حفاظت زمونږ لپاره د افغانستان نه مقدم دے۔سږ كال غير ملکي جريدې هم سرلښكر ته د ترهه ګرو او انتها خوښو په ضد په قوي غږ جوړيدو پيرزوئنې وړاندې كړي۔ د غير قانوني هلو ځلو په ضد هم ټول كال بشپړه کارروائي شوې۔ پاكستان رياست ښكاره موقف لري چې غير قانوني هلو ځلو كښې ككړه مافيا د ترهه ګرو سهولت کار دي ۔ښكاره رياستي پاليسۍ ترمخه كال 2024 كښې د قاچاق ، د بجلۍ غلو ،قلنګ اخستوونكو ، ذخيرہ اندوزو په ضد بشپړه كاروائي شوې۔سږ كال د غير قانوني هلو ځلو په ضد په کاميابه کارروائيو په نتيجه كښې په غېر قانوي هلو ځلو كښې ښكاره كمے راغلے۔د سرلښكر کاميابې ملټري ډپلوميسي په سوب پاکستان مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي۔د کاميابې ملټري ډپلوميسي په سوب د مهمو هېوادونو سره اړيكو كښې ښه والے راغلے او غير ملکي سرمايه كاري زياته شوې ده ۔