اسلام آباد 31 دسمبر(اے پي پي)د پاك بحريه مشر اېډمرل نويد اشرف په مشرۍ كښې د پاك بحريه كمانډ اينډ اسټاف كنفرنس د نهې په ورځ نيول هېډكوارټرز اسلام آباد كښې وشو چې پكښې فروري 2025 كښې كېدونكے پاك بحريه ګڼ اړخيزه مشق امن او امن ډائيلاګ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د آئي اېس پي آر له مخې كنفرنس كښې په بحريه هند كښې د امنيت صورتحال جاج ٬ د قامي سمندري تجارتي لارو تحفظ او سلامتيا په اقدامات غور وكړے شو ۔كنفرنس كښې د ميري ټائم امنيتي چېلنجونو مخ نيوي لپاره جديد وسلو او ټېكنالوجۍ ترلاسه كول وستائېل شول ۔نيول چيف د ساحلي سيمو پرمختګ او خېرښېګړې لپاره په اقدامات تندولو زور راوړو ۔نيول چيف ته د پاك بحريه جاري او سباؤن په پروژو بريفنګ هم وركړے شو ۔نيول چيف د هېواد سمندري پولو دفاع لپاره د پاك بحريه په آپرېشنل چمتوالي د اطمينان څرګندونه وكړه۔