ګرده نړۍ كښې د پوليو مخنيوي نړيواله ورځ په 24 اكتوبر لمانځلې شي

image

اسلام آباد۔22 اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د پوليو مخنيوي نړيواله ورځ به په 24 اكتوبر لمانځلې شي۔ دا ورځ د پوليو وېكسين جوړونكي ډاكټر جوناس د سالګرې په موقع لمانځلې شي۔ د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) له مخې په ګرده نړۍ كښې د پوليو په كېسونو كښې 99.9 فیصده كمے راغلے ۔ د پوليو مخنيوي نړيوالې ورځې په مناسبت سره به د ګرد هېواد سركاري او نجي ادارو تر سېوري لاندې بېلې دستورې كولې شي په كومو كښې به چې د دې رنځ په اړه اولسي شعور بېدارولې شي او د هېواد په لرې پرتو سيمو كښې د خذمات ترسره كوؤنكو پوليو وركرز هڅو ته به د عقيدت پېرزينې وړاندې كولې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں