د خپلواكۍ حق د مقبوضه کشمیر د اولس بنیادی حق دے، پاکستان به د کشمیریانو په نړيوال او سيمه ايز فورمز سیاسی ، سفارتی او اخلاقی حمایت روان ساتي، نړيواله ورورولي دې د کشمیر او فلسطین شخړو حل كولو كښې کردار ترسره كړي۔ سید یوسف رضا ګیلانی

image

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل د خپلواكۍ حق د مقبوضه کشمیر د اولس بنیادی حق دے، پاکستان به د کشمیریانو په نړيوال او سيمه ايز فورمز سیاسی ، سفارتی او اخلاقی حمایت روان ساتي، نړيواله ورورولي دې د کشمیر او فلسطین شخړو حل كولو كښې کردار ترسره كړي۔د سېنېټ سیکرټریټ میډيا ډائریکټوریټ د اړخه جاري شوې د كشمير توري ورځ په موقع د اتوار په ورځ په 27 اکتوبر 2024 جاری شوي خصوصی پیغام كښې د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل په 27 اکتوبر 1947 مقبوضه کشمیر ته د هندي عسكرو داخليدل غیر قانونی اواو د شرم وړ اقدام ؤ، 27 اکتوبر به په تاریخ كشې عمر له د توري ورځ په توګه ياد ساتلے شي ۔ د سېنېټ چیئرمېن ووئيل نن ورځ مقبوضه کشمیر كښې د هند غاصبانه قبضے او کشمیریانو د روانو ظلمونو داستان په ډاګه كولو ورځ ده۔ده ووئيل د خپلواكۍ حق د مقبوضه کشمیر اولس بنیادی حق دے،مقبوضه جموں او کشمیر اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له لوئ قربانۍ وركړې دي۔سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل د هند د اړخه د کشمیریانو د خپلواكۍ حق د ظلم او بربریت سره زورولو هره هڅه به ناکامه كېږي،د هند په آئین كښې بدلون او جعلی انتخاب د مقبوضه جموں او کشمیر اولس ناکامه كړي۔د سېنېټ چیئرمېن ووئيل پاکستانیان د کشمیريانو د خپلواكۍ حق تحریك حمایت او د هغوې سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي۔سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل سيمه كښې كوټلي امن لپاره د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو او کشمیریانو د هيلو له مخې حل كولو ته اړتيا ده،پاکستان به د کشمیریانو په نړيوال او سيمه ا يز فورمز سیاسی ، سفارتی او اخلاقی حمایت روان ساتي۔د خپل پیغام په آخر كښې ده د کشمیر د آزادۍ تحریك اتلانو ته د عقیدت پيرزوئنې هم وړاندې كړي۔

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں