د یو این په چارټر او قراردادونو كښې په شخړو ثالثي كولو سره امن ناكه حل ته وده وركول شامل دي، پاکستان

image

ملګري ملتونه ۔5نومبر(اے پي پي ) پاکستان د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ احیا لپاره د خپلې مرستې پخلي كولو سره وئېلې دي د امن او سلامتیا په حقله د دې ادارې په کردار كښې د یو این چارټر او قراردادونو تر مخه د شخړو په ثالثۍ كولو پرامن حل ته وده وركول شامل دي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان لنډ مهاله مستقل استازي عثمان جدون د 193 كسيزه جنرل اسمبلۍ احیا په موضوع د مباحثې په مهال د خيالاتو څرګندونه كوله ٬ ده ووئېل د اسمبلۍ بنیادي ذمه واري ده چې د امن او سلامتیا غوندې ’’ماحول او امن‘‘،’’مېرمنو ، امن او سلامتیا‘‘ او’’ امن، ترقي او د بشري حقونو ‘‘ تر مينځه تعلق ته خپل پام وګرځوي ۔ پاکستاني استازي ووئېل د دې ادارې په کار كښې نقائص او د كمزرويو په شا په اصل كښې د ځينې لويو هېوادونو خواهشات کارفرما دي كوم چې د دې ادارې اختیار او صلاحیت په بشپړه استعمال كښې خنډان دي ۔ ده تجویز وركړو چې جنرل اسمبلي دې د خپلو پرېكړو غوره ګرځولو لپاره پخپلو قراردادونو د عمل درآمد څارنې لپاره مخصوص طریقه کار خپل کړي ، په دې لړ كښې تر ټولو اول اقدام په توګه سیکرټریټ ته خواست کول پكار دي جې هغه د يو مخصوص وخت دننه، د جنرل اسمبلۍ په قراردادونو د عمل درآمد صورتحال په اړه رپورټس وړاندې كري۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں