د مذهبي چارو وزارت حج 2025 لپاره درخواستونه اغستل پيل كړل

image

اسلام آباد۔18نومبر(اے پی پی) د مذهبي چارو او بين المذاهب همغږۍ وزارت حج 2025 لپاره درخواستونه ترلاسه كول پيل كړې دي٬ د درخواستونو ترلاسه كولو دا لړۍ به د دسمبر تر 3 مې نېټې دوام لري٬ قرعه اندازي به په 6 دسمبر كيږي۔ د مذهبي چارو وزارت لخوا د جاري شوي شېډول له مخې د حج درخواستونو وصولي په 18 نومبر پېل كړې شوه كومه به چې تر 3 دسمبر روانه وي او قرعه اندازي به په 6 دسمبر كيږي۔ په رېګولر سکیم كښې په اولني ځل حج تلونكو ته به په قرعه اندازۍ كښې پام لرنه كولې شي٬ سپانسرشپ سكيم لپاره 5 زره چوكۍ بېلې كړې شوي۔ سمندر پورې پاكستانيان دې لپاره د كوم هم نومولے شوي بېنك د لارې رقم په ډالر كښې رالېږلې شي۔ تر 6 دسمبر، 2025 كارېدونكے پاسپورټ او 12 فروري 2013 څخه وړاندې زېږېدلے مسلمان د درخواست وركولو جوګه دي۔ د يو ګروپ ټولو وګړو له يو ډول حج پېکېج (لانګ یا شارټ) ټاكل ضروري دي۔ په بنیادی حج پېکج كښې په محرم خپلوانو مشتمل 4 نه تر 6 وګړو لپاره د فېملی روم آساني موجود ده۔ د اسلامي نظرياتي كونسل سفارشات له مخې مېرمنې د حلف نامې د لارې د باور وړ مېرمنو سره د محرم نه ځانله حج درخواست وركولې شي۔ درخواست وړاندې كوؤنكي دې د وزارت وېب سائټ ٬ واټس اېپ او سوشل ميډيا اكاؤنټس ضرور فالو كړي۔ ریګولر حج سکیم لپاره درخواست وركوؤنكي كور كښې پاتې كېدو سره د وزارت د وېب سائټ د لارې آن لائن حج درخواست او واجبات جمع كولې شي۔ وروستۍ نېټې څخه وړاندې د رقم بېرته اخستو په صورت به هېڅ كمر پكښې نه كېږي بياهم قرعه اندازۍ څخه وروستو په لسو ورځو كښې دننه د دويم قسط نه جمع كولو په صورت به 50 زره روپۍ كټوتي كولې شي۔ دغسې تر 10 فرورۍ د درېم قسط نه جمع كولو په صورت كښې به 2 لكه روپۍ كمے كولې شي۔ 10 فرورغ څخه وروستو حج له د نه تللو په صورت د مصرف شوو روپو كمي څخه وروستو به پاتې روپۍ بېرته وركولې شي۔ د حق رسېدو په صورت به رقم څخه كمے كولې نه كېږي۔ د مذهبي چارو وزارت د درخواست وركوؤنكو لارښودنې له حج هېلپ لائن هم جوړ كړے ۔ درخواست كوؤنكي په لېنډ لائن بر9216980-9216981-9216982-9205696-051 رابطه كولې شي دغسې د مذهبي چارو د وزارت آفيشل ميډيا اېكس ٬ فيس بك ٬ يوټيوب څخه هم معلومات ترلاسه كولې شي۔ بنیادي رېګولر حج پېکیج به د 1,075,000 او 1,175,000 ترمينځه وي۔ د ریګولر حج سکیم اولنے قسط 2 لكه روپۍ به درخواست فارم سره جمع كولې شي۔ دويم قسط به څلور لكه روپۍ د قرعه اندازۍ څخه وروستو په 10 ورځو كښې او درېم او ورستے قسط به تر 10 فروري جمع كول وي۔ د سپانسر شپ حج سکیم لاندې4225 ډالر به د نومولے شوي بېنك فارن اكاؤنټ كښې بهر هېوادونو څخه په امريكائي ډالرو كښې يكمشت رالېږل وي۔ د ادائيګۍ په شېډول د عمل نه كولو په صورت به د ضابطې له مخې د درخواست منسوخي او د رقم كټوتي لاګو كيږي۔ په اختیاری آسانيو كښې به د بنيادي حج پېكېج سره سره په هر وګړي اضافي خرڅونه لاګو وي په كومو كښې به چې په مكه كښې د استوګنې( ځانله كوټې)،2 بېډز لپاره 2 لکه 59 زره روپۍ يا 930 ډالر ، درې بېډز لپاره 86 زره500 روپۍ يا 310 ډالر او قربانۍ لپاره 55000 روپۍ يا 200 ډالر جمع كول وي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں