اسلام آباد 18نومبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټيكس نه وركونكو په ضد به كاروائيو كښې د تندۍ راوستلو امر كولو سره وئېلي دي دټيكس غلا كوونكي او د هغوي مرسته كوونكې كسان به خپل انجام ته رسولې شي٬اولسي رېليف ته دې په نورو چارو ترجيح وركړی شي۔د ګل په ورځ وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د معيشت صورتحال جاج اغستو له غونډه وشوه۔په غونډه كښې د خزانې وزارت د آئي ايم ايف پلاوي سره د شوو ملاقاتونو په اړه بريفنګ وركړو۔وزيراعظم ووئيل هېواد د معاشي استحكام پلو روان دے٬د معيشت پرمختګ لپاره د اقدامات په سبب سټاك ماركيټ كښې د تندۍ رجحان دے۔وزيراعظم ووئيل بهرني سرمايه كار په حكومتي پالېسيو د باور څرګندونه كوي٬اولسي رېليف ته دې په نورو چارو ترجيح وركړی شي٬ ده ووئېل اولس سره د كړو لوظونو پوره كولو لپاره هر ممكن اقدامات كوو۔وزيراعظم ووئيل د ګرانۍ شرح 38 فيصد څخه 7 فيصد ته راغلې٬ د سود شرح د 22 فيصد څخه 15 فيصد ته راغلې٬د سود په شرح كښې به د كمي څخه په هېواد كښې كاروباري هلو ځلو كښې اضافه او د روزګار نوې موقعې راپېدا شي۔وزيراعظم ووئيل د هېواد برآمدات كښې زياتوالي سره او رېكارډ ترسيلات زر په سبب د هېواد دزرمبادله پانګې زياتې شوې٬زرعي څانګه كښې د اصلاحات په اړه د پنجاب اعلٰی وزيرې او پنجاب حكومت ته پیرزوئنې وړاندې كوو۔وزيراعظم ښكاره امر وكړو چې د ټيكس نه وركوونكو په ضد كاروائيو كښې تندي راولئ او د ټيكس غلا كوونكې او د هغوي مرسته كوونكې كسان به خپل انجام ته رسولې شي٬اولسي رېليف ته دې په نورو چارو ترجيح وركړی شي۔وزيراعظم ووئيل د هېواد د معيشت پرمختګ هله ممكن دے كله چې ټول د خپلې برخې ذمه واري پوره كړي٬ټولو څانګو له به ټيكس ادا كولو سره د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ادا كول وي۔غونډې ته د معيشت اشارو٬ د ګرانۍ موجوده صورتحال په اړه بريفنګ وركړے شو۔دغسې غونډه د ټيكس غلا كوونكو ٬ د هغوي مرسته كوونكو او د هغوي په ضد كاروائي كولو څخه هم خبر كړې شوه ۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو محمد اورنګزېب٬احد خان چيمه٬عطاﺀالله تارړ٬ډاكټر مصدق ملك٬وزير مملكت علي پروېز ملك٬د وزيراعظم كوآرډينېټر رانا احسن افضل او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔