اسلام آباد۔23نومبر (اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي په خېبر پښتونخوا كښې د فتنه الخوارج په ضد په كامياب آپرېشنز كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې قام په مېړنو امنيتي ځواكونو وياړي٬ د قام مرستې سره به د ترهګرو نوغې وباسو۔ د خالي په ورځ دې ځاے څخه د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير د درې خوارجيانو په وژلو امنيتي ځواكونو ته شاباسې وركړو۔ د 3 خوارجی ترهګرو عبرتناك انجام سره په مخ كولو امنيتي ځواكونو ته سلام كوؤ۔ امنيتي ځواكونو په وخت كارروائي كولو سره خوارجي ترهګر په خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كړل۔ده ووئيل خوارجي ترهګر به هېواد كښې چرته هم د پټېدو ځاے ونه مومي۔