الیکشن کمېشن به د اسلام آباد قامي اسمبلۍ درېو واړو چوكو د انتخابي ټربیونل بدلولو په اړه د پټیشنز پريكړه د جمعې په ورځ اوروي

image

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) الیکشن کمېشن به د اسلام آباد د قامي اسمبلۍ درېو واړو چوكو د انتخابي ټربیونل بدلولو په اړه په پټیشنز پريكړه د جمعې په ورځ اوروي۔د الیکشن کمېشن د اړخه جاري کاز لسټ له مخې انجم عقیل خان او د هغه په مقابل كښې د عامر مسعود د اړخه انتخابي قانون 2017 شق 151 ترمخه انتخابی پټیشن دائر کړے شوے ؤ۔ډاکټر طارق فضل چوهدري او خرم شهزاد نواز او د هغوي مخالفینو شعیب شاهین او محمد علی بخاري انتخابي عذرداري د انتخابی قانون 2017 سیکشن 142 او 151 ترمخه دائر کړې شوې، دغه عذردارۍ په الیکشن کمېشن كښې د انتخابي ټربیونل بدلون په اړه دي۔

مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں