اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهبازشریف ووئيل د ملائیشیاﺀ سېلاب ځپليو سره د يووالي څرګندوني لپاره په سمدستي توګه د انسانی مرستي سامان لېږو،د ملائیشیا وزیراعظم سره ټیلی فوني تماس په مهال په شوي زيان د يووالي څرګندونه او دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د خالي په ورځ په ايكس خپل پوسټ كښې وزیراعظم ووئيل د ملائیشیاﺀ وزیراعظم انور ابراهیم سره ټیلی فوني تماس په مهال د بارانونو له امله په شوي زيان د د يووالي څرګندونه كړې دغسې د دې زيانونو نه پس د ملائیشیاﺀ حكومت د اړخه سمدستي ردعمل د ستائنې وړ دے۔وزیراعظم ووئيل مونږ په سمدستي توګه انسانی مرسته د يووالي په توګه لېږو،د ملائیشیا وزیراعظم سره ټیلی فوني خبرو اترو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو لا مستحكمولو او شريكو ګټو لپاره كار روان ساتلو ته سلا شوي يو۔