صدر مملكت آصف علي زرداري په ډېره اسماعيل خان كښې د ترهه ګرو په ضد د امنيتي ځواكونو په كامياب عملياتو پیرزوئني

image

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري په ډېره اسماعيل خان كښې د ترهه ګرو په ضد د امنيتي ځواكونو په كامياب عملياتو پیرزوئني وړاندې كړي۔د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د كاروائۍ په مهال د دوه ترهه ګرو په وژلو او د يو په نيولو د امنيتي ځواكونو كاركردګي وستائېله۔ده د هېواد څخه د ترهه ګرۍ لعنت تر خاتمې د كاروائيو روانو ساتلو د عزم څرګندونې سره ووئيل چې ټول قام د ترهه ګرو تر بشپړه خاتمې د خپلو امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔

مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں