اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې پاکستان د ملګرو ملتونو سکيورټي کونسل غړي په حيثيت سره ټاكلے كيدل د وزيراعظم محمد شهباز شريف د قيادت او وژن ښكاره ثبوت دے۔ وفاقي وزير د خالي په ورځ د سماجي رابطو په ويب سائټ ايکس په خپل پوسټ كښې وئيلي چې نړآوال قانون برقرار ساتلو او ټوله نړۍ كښې انصاف ودي لپاره زمونږ هڅو ته به لا تقويت ترلاسه شي۔اعظم نذير تارړ په خپل پوست كښې PakistanInUNSC# هيش ټيګ هم شيئر کړی۔