امريكا د پاكستان لويې شراكتدار دے۔د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب په امريكا كښې د پاكستان سفير سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب وئېلي دي امريكا د پاكستان لويې شراكتدار او د پاكستان برآمدات په اړه مهم هېواد دے۔ده دا خبره د زيارت په ورځ په امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعيد شيخ سره ملاقات كښې كړې۔د ملاقات مقصد د پاكستان او امريكا دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه تجارت٬سرمايه كارۍ او معاشي مرستې په څانګو كښې د پېشرفت جاج اخستل وو۔په ملاقات كښې د پاكستان او امريكې ترمينځه د شراكتدارۍ په اهميت زور راوړلے شو او د دې خبرې اعتراف وكړے شو چې امريكا د پاكستان تر ټولو لويې تجارتي شراكتدار او برآمدي منډۍ ده۔د خزانې وزير او په امريكا كښې د پاكستان سفير د اقتصادي سفارتكارۍ لا زياتولو او شريكو كاروباري پروژو او د معاشي مرستې د نوو موقعو لټون له د عزم پخلے وكړو ۔په ملاقات كښې ووئېل شول په هېواد كښې كلي معيشت مستحكم شوے٬مهمو معاشي اشارو كښې ښه والے راغلے٬د خزانې وزير او په امريكا كښې د پاكستان سفير دواړو د دې موقعو څخه د بشپړه ګټې پورتې كولو ته اتفاق وكړو

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں