جوهري توان مونږ ته د توان چیلنجونو پاك، د باور وړ او ارزان حل وړاندې كوي،د وفاقي وزیر احسن اقبال د چشمه سي -5 پلانټ وړومبي کنکریټ اچولو دستورې ته خطاب

image

میانوالی ۔30دسمبر (اے پي پي ) د منصوبه بندۍ او ترقۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي جوهري توان مونږ ته د توان چیلنجونو يو پاك ، د باور وړ او ارزان حل وړاندې كوي، د 1,200 میګاواټ صلاحیت سره چشمه نیوکلیئر پاور پراجیکټ یونټ فائیو (C-5)زياتوالي سره به د جوهري توان په شراکت كښې اضافه اوشي ، مونږ د استحکام او د ټولو خوشحالۍ له د ټاكلي سباون لپاره ګوټلے کار کوو ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ چشمه كښې د سي-5 جوهري توان لرونكې پلانټ د وړومبي کنکریټ اچولو دستورې ته خطاب كښې وكړه ۔ وفاقی وزیر ووئېل د جوهري توان د پروګرام پیشرفت مشاهدہ د خپل هېواد سباون لپاره د بے پناہ وياړ او امید وړ ده ، د پاکستان نیوکلیئر پاور پلانټس بشمول د چشمه څلور آپریشنل یونټس (C-1، C-2، C-3، او C-4) او د کراچۍ دوه یونټس قامي ګرډ كښې 3,530 میګاواټ نه زیاته برخه اچوي۔ وفاقي وزیر ووئېل د 1,200 میګاواټ صلاحیت لرونكې د سي -5 اضافې څخه به د جوهري توان شرکت زيات شي ، د دې پاور پلانټ ترقي د پاکستان د توان تګلاره مضبوطوي۔ ده ووئېل جوهري توان نه يوازې د لګښت په اعتبار سره کم دے بلکې د اعتماد جوګه هم دے۔احسن اقبال ووئېل چین د پاکستان په معیشت بے پناہ باور كړے ، د كركېلې، انفراسټرکچر، صنعت او د کان کنۍ څانګې كښې به لا سرمایه کارۍ له لارې پرانيستلې شي ۔ده ووئېل د دې منصوبې يو مهم مقصد پاکستان په يو تکنیکي معیشت بدلول دي، مونږ له خپل برآمدي صلاحیت زياتولو لپاره نړيوال بازار له د جوهري پاور پلانټس ډیزائن، ترقي او پیداوار لپاره د پاکستان او چین تر مينځه مشترکه منصوبې لټول غواړي۔ احسن اقبال ووئېل د پائیدار توان منتقلي د پاکستان سباون لپاره مهمه ده ۔ ده ووئېل د پاکستان نیوکلیئر ریګولیټري اتھارټي (پی این آر اے) لخوا د جوهري تنصیبات محفوظ آپریشن باوري كول او د نړيوالې جوهري توان ایجنسۍ (آئي اے اي اے) د معیارات برقرار ساتل يو د ستائنې وړ اقدام دے كوم چې ستائېل غواړي ۔ ده ووئېل مونږ استحکام او د شريكې خوشحالۍ د ټاكلې سباون لپاره كوټلے كار كوو ۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں