 
          اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د كش??ير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي ??ي چې د اكتوبر 24مه نيټه د آزاد كش??ير د 70مې تاسيس ورځ د تاريخي لوظ د پخل?? ورځ ده۔ د آزاد كش??ير د تاسيس د 70مې ورځ په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل چې نن د دې تاريخي لوظ د پخل?? ورځ ده چې مونږ به د مقبوضه كش??ير د اولس د خپلواكۍ د حق او مقصد ترلاسه كولو لپاره هڅې روانې ساتو۔ ده ووئيل چې نننۍ ورځ په دې خبره د غور كولو ورځ هم ده چې د جمو او كش??ير رياست يوه برخه د هند د ناجائز تسلط څخه آزادولو او د ھغه ځائ اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو مقصد مونږ څومره مخ په وړاندې بوتللې او دا هڅې منطقي انجام ته رسولو لپاره به مونږ له نورې څومره هڅې كول وي۔ ده ووئيل په نننۍ ورځ مونږ ت?? دا لوظ هم كول ??ي چې د آزاد كش??ير ا?? پاكستان اولس او حكومت به تر ھغه وخت په قلار نه كېښني تر څو چې د مقبوضه كش??ير اولس خپل د خپلواكۍ حق نه وي ترلاسه كړے۔ ده ووئيل چې اوسني وزيراعطم شاهد خاقان عباسي هم د كش??ير مسئله د ملګرو ملتونو په فورم په ښه ډول پورته كړې او په ټوله نړۍ كښې زمونږ سفارتخانې او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې په مقبوضه كش??ير كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو څخه د سرغوړونو په ضد او د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره غږ پورته كوي۔ ده ووئيل چې د دې لوظ پخلې كول ??ي چې مونږ به د خپلو كشمير?? وروڼو د خپلواكۍ حق او آزادۍ لپاره هر ډول سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتو۔