 
          اسلام آباد 24 جنوری (اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزېرې مريم اورنګزېب وئيلي دې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په ډېووس كښې د پاكستان تاريخې او بشپړه نمائندګي كړې٬ مهمو نړيوالو تجارتي ادارو مشرانو ??ره ئې ملاقاتونه كړي٬ په دې موقع پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پحقله تفصيلي خبرې شوې دي۔ د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزېرې دا خبرې د سوېټزرلېنډ په ډېووس ښار كښې د نړيوال اقتصادي فورم په مهال پي ټي وي ??ره خپلو خبرو كښې كړې۔ مريم اورنګزېب ووئيل وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په ډېووس كښې د پاكستان تاريخې او بشپړه نمائندګي كړې٬ مهمو نړيوالو تجارتي ادارو مشرانو ??ره ئې ملاقاتونه كړي چې پكښې د جاپان بانك (جے بی آئی سی) چیف اېګزېکټو آفيسر د سياسي استحكام ٬ امنيتِ ٬ انرژۍ او اقتصادي ودې په لړ كښې په زړه پورې خبرې شوي ٬ دې ووئېل د آسيائي انفراسټركچر انوېسټمنټ بانك صد جني لي كيان ??ره ملاقات كښې فاټا كښې د بندونو جوړولو په لړ په اړه د فنډز او دغه سيمو پرمختګ او په قامي چوكاټ كښې راوستو لپاره د مرستې په چارو٬ د ټېلي نار چيف ??ېګزېكټو افسر ملاقات كښې نيغ په نيغه او په بلواسطه نزدې يولك 30 زره پاكستانيانو ته په ورزګار وركولو د ټېلي نار كمپنۍ مننه شوې او د بل و ملنډا ګېسټس فاٶنډېشن كو چيئرمېن بل ګېټس ??ره ملاقات كښې د روغتيا٬ زده كړې او په نورو سماجي څانګو كښې د همكارۍ په امكاناتو خبرې كړې دي ٬ د اطلاعات دوهمې وزيرې ووئېل اوبر ټېكنالوجيز چيب اېګزېكټو افسر دارا خسرو شاه وزيراعظم ??ره ملاقات كړے او ورته ډرائيورانو لپاره د ګاډي په فنانسګ كښې مرستې لپاره د پاكستانو بانكونو او وزيراعظم يوته پروګرام ??ره په همكارۍ او د پاکستان ماركيټ اوبر لپاره د زيات ګنجائش موقعې په رامخې ته كېدو خبرې شوي دي ۔ دې ??ره ??ره وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د سمنز اے جي چيف ??ېګزېكټو افسر جوكېسر٬ او د مټسو بشي كارپورېشن چيئرمېن كين كوباياشي ??ره ملاقاتونه هم شوي۔ په دې موقع دوهمې وزير مريم اورنګزېب زياته كړه چې ډېووس كښې پاكستانۍ مېرمنې بشپړه نمائندګي كوي د كومې چې په زړه پورې ستائنه كېږي