 
          اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي﴾۔ د كورنيو چارو٬ منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې ?? چين او پا??ستان د اقتصاد?? لارې پروژه ﴿سي پېك﴾ په تندې سره ترسره كېږي٬ د پروژې ترسره كېدو سره به د چين او پا??ستان دوه اړخيزه اړيكې لوړې كچې ??ه ورسي٬ د درې پړاؤونو د سي پېك پروژې لګښت 62 اربه ډالر دے٬ سي پېك به د پا??ستان د بنيادي ودانې پرمختګ سره سره د معيشت په استحكام كښې مرستياله پروژه ثابته شي٬ د سي پېك زر ترسره كول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ په سي پېك پروژه تبصره كولو سره وفاقي وزير وئيلي دي چې ?? دې پروژې درې پړاوونه دي٬ په وړومبي پړاؤ كښې به د اوبو٬ ??وئ??ې او تهر مل څخه د برېښنا پېدا كولو سره سره د لويو لارو او سړكونو جال خپرولې شي٬ دويم پړاؤ به په مارچ كال 2018م كښې پېل شي او په دې پړاؤ كښې به د اېم اېل ون پروژې له مخې د پېښور نه تر كراچې ?? پېنډې٬ جهلم٬ ګوجرانواله٬ بهاولپور٬ روهړي٬ حېدر آباد په لار 18 سوه كلوميټره اوږد رېلوے ټرېك اپ ګرېډ كولې شي٬ دې سره به ګاډي هم اپ ګرېډ كولې شي او د ګاډو رفتار به 170 كلوميټر په يو ساعت كښې شي۔ د دريم پړاؤ په مهال د صنعتي څانګې پرمختګ سره به پا??ستان د نړۍ د صنعتي هېواد په صف كښې شامل شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې په سي پېك د عمل درآمد رفتار د اطمينان وړ دے۔ ده ووئيل چې ?? سې پېك ترسره كېدو سره به نه يوازې قومي معيشت وده وكړي بلكې د دې به په ټوله منطقه مثبت آغېز وشي۔ ده ووئيل چې ?? سي پېك د لوېديز روټ له مخې په ټول هېواد كښې د نړيوال معيار موټروېز او اېكسپرېس وېز جوړولې شي او د سي پېك د هكله- ډي آئي خان سېكشن به د روان كار تر پاې ترسره شي۔ ده ووئيل چې ?? سي پېك پروژې ترسره كېدو سره به د ګوادر نه تر ګلګت بلتستان او د آزاد كشمير پشمول په ټول هېواد كښې د پرمختګ او خوشحالې نوې دور پېل شي۔