 
          اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) په عارضي توګه د بې كوره شوو كسانو د افغانستان خوست ولايت څخه د راستنېدو عمل روان دے٬ په لسو زرو كښې 4471 كورنۍ هېواد ته رارسېدلې۔ د فاټا سېك??ټر??ټ چارواكو له م??ې د ترهګرو په ضد ضرب عضب عملياتو ځپلي بې كوره شوي د افغانستان په خوست ولايت كښې مېشته ؤ او اوس د هغوي د خوست ولايت نه د راستنېدو عمل روان دے۔ په لسو زرو كورنيو كښې تر اوسه 4 زره 471 كورنۍ هېواد ته رارسېدلې ??ي كومې چې په بكاخېل كېمپ كښې د معاوضې فارم ډكوي او خپلو سيمو ته لېږلې كېږي۔ ستنېدونكو كډوالو ته د خوراك د نړيوال پروګرام له م??ې د شپږو مياشتو راشن هم وركولې ??ي۔