 
          لاهور23 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي نوا?? شریف د پاكستان مسلم ليګ (ن) روح روان دے او وي به۔ د نوا?? شريف سيا??ت جدا كېدې نه شي۔ نوا?? شريف د زړونو څخه ويستلې كېدې نه شي۔ داسې ګامونه بايد پورته نه كړې شي چې ورسره د ادارو ترمينځه محاذ آرائي وي۔ وړاندې به نېب خلك بامشرف كول اوس ئې بې نواز كوي۔ په پارلمان او انتظاميه سرجيكل سټرايكس كولې شي۔ د مسلم ليګ (ن) سنټرل اېګزېكټو كمېټۍ كښې به د نوي صدر اعلان كولې شي۔ د بده مرغه پاكستان بهرنو خطرو سره مخ دے۔ هېواد دښمنه قوتونه زمونږ اقتصادي او معاشي كاميابو څخه وېرېږي ځكه زمونږ په ضد يو موټې شوي دي۔ دښمن غواړي پاكستان كښې امن نه وي۔ هندوستان د سرجيكل سټرائيك دړكې راكوي مونږ له به ددې په نره مقابله كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د جمعې په ورځ لاهور کالج فارووېمن پوهنتون كښې د فارسۍ څانګې ٬ فردوسي چيئر ٬ د لوړو زده كړو كمېسيون اسلام آباد ٬ خانه فرهنګ اسلامي جمهوريه ايران او د مسلم انسټيټيوټ په مرسته د “امن و سلامتی کے فروغ میں تصوف و عرفان کا کرد??ر221; په سرخط درې ورځني كنفرنس ته خطاب و ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د ټكر په ځائې امن او همغږي نړيوال امن لپاره ضروري دے۔ د هر يو نظام يو مقصد وي او كوم نظام كاميابي په همغږۍ اډانه وي او كه دې يقين سره كار وكړې شي نو نظام كښې خلل نه رامخې ته كېږي۔