اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) پا??ست??ن كښې د چین سفیر یاؤو جينګ وئيلي دي تر 2020 به د سی پیګ ځينې مهمې پروژې بشپړې شي ٬ د سي پيك پروژې سره د پاك چین اړيكې لا قوي شوې ٬ د سی پیك د لارې به د کراچۍ نه تر پېښور موټروے هم په جدید ډول بشپړولې شي۔ د زيارت په ورځ د سی پیك په اړه دستورې ته خطاب کښې د چین سفیر ووئيل پا??ست??ن او چين يو بل سره ښه ملګرتيا لري او وخت سره سره دا ملګرتيا لا قوي كېږي۔ ده ??وئيل سی پیك څخه وړاندې هم ګڼي پروژې په ګډه بشپړې شوې خو سی پیك يوه لويه پروژه ده ۔ تر 2020 به د سی پیك ځيني مهمې پروژې بشپړې كړې شي۔ د چین سفیر ووئيل مونږ د سی پیك د لارې سکالر شپ، تربیې او سوشل سیکټرز كښې هم د پا??ست??ن سره مرسته كوو۔ ده ??وئيل سی پیك سره به نه يواځې اسيائي هېوادونو ته بلکه دې سره به ټولې نړۍ ته ګټه ورسي۔ ده ??وئيل د پا??ست??ن په مرسته به دا پروژه بشپړولې شي۔ سناتور مشاهد حسېن سید دستورې ته ووئيل سی پیك سره به معاشی او د توان په اعتبار د نړۍ منظر نامه بدله شي ۔ ده ??وئيل جدید سلك سړك کامیابۍ سره مخ په وړاندې روان دے۔مشاهد حسېن ووئيل دا مهال 5 زره پاكستاني زدكونكې د چائنیز سکالر شپ ?? لارې د چین په بيلو تعلیمی ادارو كښې زدكړې ترلاسه كوي دغسې د سی پیك د لارې به كلتور او ميډيا له وده ??ركولې شي