پېنډې 21 اپرېل (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خ??اج?? سعد رفيق وئيلي دي چې كه په هېواد كښې د يو بل د راغورځولو عمل جاري وي نو مونږ به پرمختګ ونه كړې شي٬ په رېل??ے كښې مو د كرپشن نه پاك كلتور جوړ كړو٬ راتلونكې حكومت چې د هر چا وي خو بايد رېلوے ته خاص پاملرنه وكړې شي ځكه چې نړۍ د رېلوے په څانګه كښې مخكښې تللې۔ په خساره كښې اضافه درې نيم اربه روپې او په امدن كښې اضافه پنځوس اربه روپې ده۔ په نتخا او پنشن د وفاقي حكومت كنټرول دے۔ د خالي په ورځ د پېنډې په رېلوے سټېشن د خېبر مېل د نويو كوچونو پرانستې نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د څ??ور كلونو په مهال مو ګڼ شمېر ټرېنونه اپ ګرېډ كړي دي او كه دا لرې روانه وساتل شوه نو راتلونكې كال به په رېل??ے كښې بهتري راشي۔ د?? ووئيل چې د يو تاريخي ټرېن خېبر ميل پرانسته وكړې شوه كوم چې څ??ور شپېته كوچز لري٬ په دې كښې به پنځه زره مسافرو ته اساننيې وركړې شي۔ په ټرېن كښې هر ډول ضروري اسانيې وركړې شوې دي۔ د?? ووئيل چې د رېلوے په امدن كښې خو اضافه شوې خو د ملازمينو تنخاګانې او پنشن د وفاقي حكومت ذمه واري ده۔ د?? ووئيل چې په رېل??ے كښې يو لكه 18 زره پنشن اخستونكي او 73 زره ملازمين دي د كومو چې هر كال تنخاګانې او پنشن زياتېږي۔ د?? ووئيل چې د ملازمينو په تنخاګانو او پنشن 65 او 68 اربه روپې خرڅ كېږي۔ د?? ووئيل چې د اوسني حكومت په دور كښې په رېل??ے كښې ډېره بهتري راغلې۔